د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د تر ټولو یوې مهمې لارې تورخم د بیا پرانیستو لپاره د دواړو غاړو مشرانو ترمنځ کېدونکې جرګې دویمه غونډه ځنډول شوې ده.
له امریکا غږ سره په خبرو کې له خیبر پښتونخوا څخه د جرګې غړي وویل، ټاکل شوې وه چې د جرګې دویمه ناسته به د مارچ په ۱۲(کب ۲۲) په تورخم کې کېږي خو د افغان پلاوي د نه ورتګ له کبله ونه شوه.
په لنډي کوتل کې قامي مشر او د جرګې غړي شاه خالد امریکا غږ ته وویل، د دواړو خواوو مشران هڅه کوي چې ژر تر ژره دا شخړه ختمه شي او د تورخم دروازه بیا پرانیستل شي.
نوموړي وویل، "موږ د افغانستان د جرګې له غړو سره په تماس کې یو چې ژر بله ناسته وکړو، ناسته د ځینو ناڅرګندو دلایلو له کبله وځنډېدله. موږ هیله من یو چې په راتلونکو ناستو کې به د تورخم دروازې د پرانیستو ستونزه هواره شي. " تر دې وړاندې، د دواړو غاړو مشرانو د مارچ پر نهمه د تورخم لارې پرانیستو لپاره جرګه کړې وه.
په هغې جرګه کې د دواړو خواو ولسي مشران، سوداګر، دیني عالمان، د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو چارواکي او ټرانسپورټ مسئولین شامل وو.
دواړو خواوو په جرګې کې غوښتنه کړې وه چې د اپرېل تر ۱۵ دې اوربند وشي، د تورخم دروازه دې په غیر مشروطه توګه پرانیستل شي او چارواکي دې د خپلمنځي شخړو رسمي حل پیدا کړي.
بلخوا په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیر او د افغانستان له غاړې د جرګې ګډونوال او قامي مشر مخلص احمد د لومړۍ ناستي په اړه خوشبیني وښوده.
له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وویل، "یو سوء تفاهم پیدا شو چې د هغې له وجهې بله ناسته ونه شوه خو هیله مند یم چې راتلونکې اونۍ کې به بله ناسته وشي او په توافق سره به د تورخم لاره خلاصه شي. "
د تورخم پر لار د دواړو هېوادونو ترمنځ هره ورځ په زرګونه خلک تګ راتګ کوي او په سلګونه بار وړونکي موټرې ورباندې تېرېږي.
په پېښور کې خبریال او د افغانستان چارو شنونکي شمیم شاهد وویل، هغو چارواکو چې د تورخم لار یې تړلې، پښتانه نه دي نو هغوی ته د دې تاوان نه رسي، د دې لارې په تړلو یوازې سوداګر او ولس اغیزمن کېږي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وویل، "د دې لارې د تړلو ټول تاوان پښتنو ته رسي او دا رنګ افغانستان کې چې کنټرول د چا په لاس کې دی نو هغه طالبان هم د پښتنو نماینده نه دي... له بده مرغه د پاکستان چارواکي هم پښتانه نه دي، پر هغوی بهرنۍ پانګې بندې شوي دي نو هغوی کوشش کوي چې افغانان وځوروي چې هغه پانګه بحال شي. "
د پاکستان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱(کب درېیم) د تورخم پورې غاړې په ننګرهار کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې له کبله د تورخم دروازه وتړله چې ورسره سم سوداګري ودرېده او دولتي دفترونه تړلي پراته دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د فبرورۍ پر۲۱ (کب درېیم) راهیسې تړلې ده.
ددغې ڼیټې راهیسې تورخم سره نږدې د دواړو خواو ترمینځ څو ځلې نښتې شوي، چې له امله د کرښې دواړو غاړو ته د ملکي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته د سر زیانونه اوښتي دي.