خلیلزاد طالبانو او پاکستان سره د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه غږیدلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغفانستان د سولې په مسله د پاکستان د لوی درستیز سره خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ښاغلي خلیلزاد او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د کتنې په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو خواوی د افغانستان د سولې د بهیر، افغان کډوالو او د دواړو هیوادونو د سرحدونو د امنیت د تامین په هکله ګړیدلي دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد او جنرال باجوه د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کیدو باندې ټینګار کړی او همداشان د اختر په ورځو کې اوربند، د بندیانو خوشې کیدل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو موضوعګانې بې ارزولي دي.

د امریکا د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې جنرال باجوه سره کتنه کې سفیر خلیلزاد د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان رول هم ستایلی دی.

ټاکل شوې چې سفیر خلیلزاد به د پاکستان څخه د کتنې وروسته کابل ته سفر وکړي او د افغان حکومت له چارواکو سره به د سولې د بهیر اړوندو مسلو وغږیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي وو چې سیمې ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر اساسي هدف د ښکیلو غاړو ترمنځ د بین افغاني خبرو د پیل لپاره د عملي اقداماتو ترسره کولو لپاره موافقه ترلاسه کول وي.

پدې ترڅ کې طالبانو ویلي چې ښاغلي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سره کتلي دي او د بین لافغاني خبرو په پیل او د بندیانو په خوشې کولو یې ټینګار کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۹) په خپله ټویتر پاڼه لیکلي چې پدغه کتنه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني هم حاضر وو.

د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د روان میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹ مې ورځې د سولې موافقې له مخې د افغان حکومت له زندانانو څخه د پنځه زرو طالب بندیانو او د طالبانو له خوا د زر افغان امنیتي پرسونل پرخوشې کیدو لا هم ټینګار کوي.

افغان حکومت تراوسه دوه زره او ۷۱۰ طالب بندیان خوشې کړي او په پام کې لري، ۲۹۰ تنه نور هم خوشې کړي.

طالبانو هم تراوسه شاوخوا څلور سوه پنځوس افغان امنیتي ځواکونو پرسول له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

تراوسه د بین الافغاني خبرو نیټه او ځای په رسمي ډول نه دي اعلان شوي، خو د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې دا خبرې به د کابل او دوحې ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د روانې میلادي میاشتې په نیمايي کې ترسره شي.