نړۍ د اوربند هیله لري، خو لبنان وايي د اسرائيل تازه بریدونو ۷۲ تنه نور وژلي

په داسې حال کې چې د نړۍ مشران د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند په اړه د هڅو خبر ورکړی، د لبنان د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) وویل چې اسرائیل په وروستیو هوايي بریدونو کې ۷۲ تنه نور هم وژلي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې ۳۸ تنه د دغه هېواد په جنوب، ۱۲ تنه د وادي البقاع او ۲۲ نور د بیرت په شمال او جنوب کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې ۴۰۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

په لبنان باندې د اسرائیل له بریدونو وروسته د امنیت شورا په اضطراري غونډې کې د ملګرو ملتونو عمومی منشي انتوني ګوتېرش په لبنان کې د جګړې د زیاتېدو او په منځني ختیځ کې جګړې د لمنې د پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په دغه هېواد کې وضعیت له تاوتریخوالي ډک شوی دی.

هغه دا خبره هم وکړه چې په لبنان کې د اوربند لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي دي چې له متحدو ایالتونو سره یې په لبنان کې د ۲۱ ورځو ګډ اوربند وړاندیز کړی دی.

نوموړي وویل: «په دې وروستیو ورځو کې مې له خپلو امریکایي شریکانو سره د ۲۱ ورځو موقت اوربند په اړه کار وکړ چې مذاکرات په کې شوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امنیت شورا په اضطراري غونډې کې وویل چې منځني ختیځ «بشپړ ناورین» سره مخامخ دی او که یې مخه ونه نیول شي، نړۍ به له یو «بشپړ ناورین» سره مخامخ شي.

نوموړي وویل که اسرائیل د حزب الله په ضد عملیات زیات کړي، ایران به د خپلو ټولو امکاناتو سره د لبنان ملا وتړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه خبرداری ورکړی او ویې ویل چې لا هم دغلته د توافق امکان لیدل کېږي.

بل لوري ته د اسرائيل د پوځ لوی درستیز هرزي‌هالوي خپلو ځواکونو ته ویلي‌ دي چې د لبنان خاورې ته د داخلېدو لپاره دې چمتو وي.

نوموړي د اسرائيل د پلیو ځواکونو د یوې لوا غړو ته په لبنان حملې ته په اشارې سره وویل: «تاسو د الوتکو غږونه اورئ چې ټوله ورځ بریدونه کوي چې ستاسو د احتمالي ورتګ لپاره لاره هواره کړي او هم حزب الله وځپي.»

تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د حزب الله ډلې وویل چې تل ابیب ته نژدې یې یو بالستیکي میزایل د اسرائيل د استخباراتو (موساد) د وېشتلو لپاره توغولی دی. اسرائيل وايي‌ دا میزایل تعقیب کړی دی. تر دې دمه د دغه برید د تلفاتو او زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي.