د پاکستان په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نيولو د بهيرپه ترڅ کې ډېری ماشومان له تعليم څخه بې برخې پاته شوي دي.
په یادو دواړو ښارونو کې چې کله پاکستان حکومت د افغان کډوالو د شړلو امر وکړ نو له هم هغې ورځې د بې اسنادو کډوالو ترڅنګ اسناد لرونکي کډوال هم د نيولو له ګواښونو سره مخامخ شوي چې له کبله یې ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.
په پاکستان کې پي او ار کارت لرونکي افغان ماشومانو ته په دولتي ښوونځيو کې تر پنځم ټولګي پورې د زده کړو اجازه شته خو د بې اسناده کډوالو ماشومان په ښوونځيو کې له لومړۍ ورځې څخه نه داخلوي نو ځکه هغوی په شخصي ښوونځيو کې زده کړې کوي. خو اوس له راولپنډۍ او اسلام آباد څخه د افغان کډوال د لېږدولو لړۍ له پيلېدو سره تر ټولو زيات ماشومان اغېزمن شوي دی. هغوی ښوونځیو ته نشي تلای، ځکه چې د کورنۍ غړي يې د نيولو له ډاره پټ وي او کار روزکار نه شي کولای.
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ډير بې اسناده افغانان ژوند کوي چې يو پکې حکمت الله دی، نوموړی وايي، "موږ په خوښه پاکستان ته نه يو راغلي، بلکې د مرګ له ويرې دلته ژوند کوو خو دلته مو دوه لوی تاوانونه وکړل چې يوې خوا ته مو خپل ژوند په کړاوونو کې تېرېږي او بلخوا مو ماشومانه بې سواده رالويېږي."
د راولپنډۍ په یو لیرې پرتې سيمې ګجر خان کې میشته افغان کډواله نظيفه هم د حکمت الله غوندې له کړاوه ډکې خبرې کوي. دا وايي، "د پوليسو له ويرې پټ ژوند کوو او ماشومان مو د ذهني کړاو ترڅنګ مکتب ته هم نه شي تلی ځکه چې د شخصي ښوونځي درانۀ فيسونه ورکولو توان نه لرو او ورسره مو ماشومان په لارو کوڅو کې د پوليسو لارې څاري چې پر وخت خبرتيا راکړي او موږ له هغوی څخه پټ شو. "
کله چې امريکا غږ د سياسي چارو شننونکي او د باچا خان د تعليم ادارې پخواني مسول پروفيسور ډاکټر خادم حسېن څخه و پوښتل نو هغوی وويل، که څه هم پاکستان د ملل متحد د کډوالو کنوانسيون غړی نه دی خو بيا هم د بشري حقونو د همدردۍ پر بنسټ بايد د افغان ماشومانو راتلونکی له داسې پېښو وژغوري چې له تعليم څخه بې برخې نه شي.
ملګرو ملتونه وايي، د جنورۍ په میاشت کې په ټول پاکستان کې ۱۲۴۵ افغانان نیول شوي دي چې د پروسږ کال د همدې مودې پرتله دوه چنده زیات دي.
په اسلام آباد کې د سياسي چارو شننونکی عبدالهادي مايار وايي، لکه څنګه چې په پاکستان کې له افغانستان څخه په بورسونو کې ډير افغان زده کوونکي لګيا دي زده کړې کوي چې دې عمل ته نړيوال په ښه نظر ګوري نو همداسې پکار ده چې په پاکستان کې له وړاندې څخه میشت د افغان کډوالو د ماشومانو لپاره تر هغه پورې زمينه برابره کړي چې ترڅو هغوی په پاکستان کې دي ځکه چې په دې عمل به يو اړخ ته دغه ماشومان د علم له رڼا څخه ګټه واخلي نو بل اړخ ته به د افغان کډوالو په زړونو کې له پاکستان څخه کرکه نه پيدا کيږي.
بلخوا په خيبر پښتوخوا او بلوچستان ايالت کې د پښتنو ملتپالو ګوندنو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده لکه څنګه چې د نړۍ په هر هېواد کې د ماشومانو زده کړو ته خصوصي پاملرنه کېږي نو همداسی دې د افغان کډوالو ماشومان له زده کړو نه بې برخې کوي.
ياده دې وي د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا درې میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان منظور کړ. په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او اسناد نه لرونکي کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې د طالبانو له راتګ وروسته له کابل څخه وتلي ول او بل هېواد ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته منتظر دي.
امریکا غږ د پاکستان حکومت دا پلان لیدلی دی. د دغه نوي پلان په لومړۍ مرحلې کې به افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل کېږي او افغانستان ته تر ستنولو مخکې به په ټاکل شویو کمپونو کې ځای پر ځای کېږي. د دغه پلان په اړه به عمومي اعلان نه کېږي.