د اسرائیل له خبرداري وروسته غزې کې ډله ایز مهاجرت پیل شوی - ملګري ملتونه 

اسرائیل په غزې کې ۱.۱ میلیون ولسي فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی چې سیمه تخلیه کړي

ملګرو ملتونو د یکشنې ورځ اکتوبر ۱۵ (تله۲۳) وویل چې د اسرائیل له خبرداري وروسته د غزې تړانګې جنوب ته ډله ایز مهاجرت او د خلکو بې ځایه کېدل پیل شوي دي.

اسرائیل د حماس له بریدونو وروسته په غزې کې ۱.۱ میلیون ملکي فلسطینیانو ته اعلان وکړ چې د غزې د جنوب په لوري وکوچېږي او سیمه تخلیه کړي. اسرائیل وايي د حماس په ضد یې غزې کې د لوی ځمکني یرغل تابیا کړې ده.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د ځمکني یرغل لپاره یې تیاری بشپړ کړی او اوس د حکومت سیاسي تصمیم ته په تمه دي.

ملګري ملتونه وايي د اسرائیل د پوځ له اعلان وروسته فلسطینیان په موټرونو، څارویو او بګیو باندې ډله ډله له سیمې څخه په وتو دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم اداره (اوچا) وايي: «د جمعې د ورځې له سهار راهېسې د غزې تړانګې له شمال څخه جنوب ته ډله ایز مهاجرت پیل شوی دی. دا له هغه وروسته پیل شو چې اسرائیل د پوځي عملیاتو تر پیل مخکې اوسېدونکو ته د سیمې د تخلیې خبردار ورکړ.»

اوچا ویلي دي چې بشري همکارو ادارو یې «راپور ورکړی چې په داخل کې د بې ځایه کېدونکو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو پام وړ زیات شوی، خو دقیقه شمېره یې معلومه نه» ده.

له فلسطيني کډوالو سره د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې ۶۴سلنه بې ځایه شوي په ۱۰۲ اضطراري جوړو شویو سرپناو کې ځای په ځاي کړي دي. اوچا وايي چې «۳۳۰۵۴ بې ځایه شویو په ۳۶ عمومي ښوونځیو کې پناه اخیستې» ده او د دغې ادارې د اټکل په اساس «څه باندې ۱۵۳۰۰۰ داخلي بې ځایه شوي، چې یا یې کورونه ویجاړ شوي او وران شوي، یا یې له ویرې خپل کورونه پرېښي، د خپلوانو او ګاونډیانو په کورونو او عمومي ځایونو کې» اوسېږي.

د اسرائیل ځواکونه د یکشنبې په ورځ په غزې باندې د ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتو وو، چې هدف یې د حماس ډلې تباه کول ښودل کېږي.

څو ورځې مخکې د حماس په ناببره بریدونو کې، چې د اسرائیل په تاریخ کې بېساري بلل شوي، شاوخوا ۱۳۰۰ اسرائیلیان ووژل شول. اسرائیل يې په ځواب کې په غزې باندې هوايي بریدونه پیل کړي او تر دې دمه څه باندې ۲۳۰۰ کسان یې وژلي دي.