د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د حماس یوازینۍ اجنډا د اسرائیل له منځه وړل او د یهودانو قتلول دي


د بلینګن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر کتنه
د بلینګن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر کتنه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ د اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې "د اسرائیل له منځه وړل او د یهودانو قتل کول" د حماس ډلې یوازینۍ اجنډا ده.

بلینکن چې سعودي عربستان ته تللی، د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره له کتنې وروسته وویل: "حماس د فلسطین د خلکو او د راتلونکي لپاره د هغوی د مشروع هیلو استازی ندی."

دغه لوړ پوړي امریکایی دپلومات همداشان وویل: "حماس یوه تروریستی ډله ده. یوازینۍ اجنډا یې د اسرائیل له منځه وړل او د یهودانو وژنه ده. مهمه دا چې ټوله نړۍ حماس ته په همدې سترګه وګوري. زما په اند دا د حماس په اړه د اخلاقي روڼتیا یوه مهمه شیبه ده."

بلینکن د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ اوسنۍ جګړې ته په اشارې سره وضعیت ستونزمن وباله او ویې ویل چې په لومړي ګام کې د دواړو ډلو – اسرائیل او غزې تړانګې – ملکي وګړي د اوسني وضعیت له امله زیانمن شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په هر وخت او هر ځای کې د ملکي وګړو په نښه کول باید د ټولو له خوا وغندل شي.

بلینکن همداراز ټینګار وکړ هغه رنځ او کړاو چې ملکیان یې زغمي باید مخنیوی یې لومړیتوب ولري.

هغه وویل: "موږ باید ژر تر ژره د جګړې د کمولو لپاره یوه لاره ولټوو، ژر تر ژره سولې ته راستانه شو، یا لږترلږه د وسلو کارول ودروو، او بیا د بشري ستونزو د حل لپاره کار وکړو."

د حماس ډلې د تېرې شنبې په ورځ پر اسرائیل په یوه ناڅاپي برید کې د ولسي وګړو په ګډون تر ۱۳۰۰ ډېر کسان ووژل. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له جوړېدو راهیسې دا پر اسرائیل تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس اورپکو تر ۱۵۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي، چې دوه ګونی تابعیت لري؛ حماس همدا راز ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکنۍ خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، د هر برید لپاره به یو یرغمل ووژني.

اسرائیل له تېرو شپږو ورځو راهیسې د غزې په تړانګه هوايي او توپچي بریدونه پیل کړي دي. دغو بریدونو نه یوازې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي، بلکې سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

بلینکن په غزه کې د ملکي وګړو د وضعیت په یادولو سره وویل: "موږ باید په ګډه کار وکړو چې د تاوتریخوالي له دې دورې څخه د خلاصون لاره پیدا کړو."

هغه زیاته کړه چې له حل پرته به تاوتریخوالی دوام وکړي او د تاوتریخوالي لومړي قربانیان به ولسي وګړي وي.

بلینکن هیله څرګنده کړه چې په اسرائیل او غزه کې روانه شخړه او تاوتریخوالی راکم شي او بیا په یو "دایمي حل" تمرکز وشي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هېڅ هېواد باید داسې وضعیت ونه کړي، چې اسرائیل ورسره مخامخ شوی، داسې وضعیت چې د حماس د بریدونو په پایله کې د اسرائیل او د نورو ۳۰ هېوادونو ۱۳۰۰ اتباع وژل شوي دي.

بلینکن پدې هم ټینګار وکړ چې اسرائیل د خپلو خلکو د دفاع لپاره خپل "مشروع حق" کاروي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې "دا ډول پیښه بیا هیڅکله رامنځته نشي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې اسرائیل د غزې په تړانګه کې ۱.۱ میلیون وګړو ته ۲۴ ساعته مهلت ورکړ چې د غزې له شمال څخه جنوب ته ولاړ شي، دغه ضرب الاجل سخت نړیوال انتقادونه راپارولي دي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ اکتوبر۱۳ اعلان وکړ چې په غزه کې به پوځي عمليات زيات کړي او په يوه اعلاميه کې يې د غزې د شمال له اوسېدونکو وغوښتل چې خپل کورونه پرېږدي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د غزې په ښار کې د حماس ځواکونه د هستوګنې د کورونو لاندې چې بې ګناه ملکي خلک پکې اوسیږي په تونلونو کې پټ شوي دي.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې د حماس ترهګره ډله له خلکو څخه د "انساني ډال" په توګه ناوړه ګټه پورته کوي. اسرائیل له خلکو غوښتي چې د دوی د خوندیتوب لپاره دې د غزې له شمالي سیمو لرې پاتې شي.

حماس چې پر غزې کنټرول لري او له هغه ځايه پر اسرائیلي مواضعو بريدونه کوي، د غزې د شمالي سيمو د تخلیې په اړه د اسرائیل د امر په وړاندې په لومړي غبرګون کې دا کار د اسرائیل "رواني جګړه" بللې او د غزې له خلکو يې غوښتي چې پاملرنه ورته ونه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG