وسله والو په یو برید کې د پاکستان څلور امنیتي سرتېري ووژل

تصویر د دغې پېښې نه دی، له ارشیف څخه اخیستل شوی.

په پاکستان کې پولیس مقامات وایي چې وسله والو د امنیتي سرتېرو په یو موټر برید کړی دی، څلور سرتېري او د هغوی موټر چلوونکی یې وژلي دي.

پولیس مقاماتو فرانس خبري اژانس ته د یکشنبې په ورځ فبرورۍ دویمه (سلواغه ۱۳) وویل چې دا پېښه تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د دېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې شوې ده.

چارواکو ویلي دي چې په برید کې د پولیسو موټرهم اور اخیستی دی.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی، خو په سیمې کې چارواکو دا ډول بریدونه تل د پاکستاني طالبانو د غورځنګ کار بللی دی.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیم او پلانوي، خو په کابل کې ناست افغان طالبان دا تورونه ردوي.

تر دغه برید یوه ورځ مخکې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې وسله والو د دغه هېواد د نیمه پوځي ځواک ۱۸ غړي ووژل.

بلوچ بیتلون غوښتونکو ادعا کړې چې دا برید هغوی کړی دی.

په اسلام اباد کې د امنیتي مطالعاتو او څېړنې مرکز وايي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې په بېلا بېلو بریدونو کې څه باندې ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي، چې د دوی په خبره ۶۸۵ تنه یې پوځي او ولسي امنیتي ځواکونه وو.