د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې ۱۸ پاکستاني عسکر د وسله‌والو په یو کمین کې ووژل شول


عکس:ارشیف - په بلوچستان ایالت کې پر پاکستاني پوځیانو برید
عکس:ارشیف - په بلوچستان ایالت کې پر پاکستاني پوځیانو برید

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د شنبې په ورځ، فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۳) په بلوچستان ایالت کې ۱۸ پاکستاني عسکر د وسله‌والو په یو کمین کې وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.

د پولیسو یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي د فرانس پرس اژانس ته وویل، شاوخوا ۸۰ وسله‌والو د بلوچستان ایالت منګوچار ښار ته نږدې د سرحدي ملیشه ځواکونو پر یو موټر برید وکړ.

د هغه په وینا د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو په اساس په دې برید کې ۱۷ مسافر او یو نیمه پوځي چې د دوی مرستې ته راغلی و ووژل شول. دې سرچینې زیاته کړه چې په برید کې درې ملېشه عسکر سخت ټپیان شوي هم دي او دوه نور له سیمې روغ تښتېدلي دي.

خو د پاکستان پوځ په یو بیان کې د ۱۸ نیمه‌ پوځي عسکرو وژل کېدل تائید کړي او دا برید یې "د ترهګرۍ یو بزدلانه عمل" بللی دی. په بیان کې راغلي چې په دې برید کې ۱۲ وسله‌وال د امنیتي‌ ځواکونو او پولیسو په ځوابي‌ ډزو کې وژل شوي دي.

د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی خو له دې وړاندې په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ پر پاکستاني عسکرو په ځانګړې توګه پنجابیانو باندې د اکثرو بریدونو د مسولیت منلو ادعا کړې ده.

دغه وسله‌وال غورځنګ تر ډېره د برېښنا هغه پروژې چې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د چین له خوا تمویلېږي په نښه کړي او بهرنیان یې د بلوچستان د طبعي زیرمو په لوټولو تورن کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې په دې ناامنه ایالت کې د وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي چې اکثره په کې د پاکستان امنیتي‌ ځواکونه په نښه شوي.

په جنوري میاشت کې هم په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي پوځ لخوا په یوه بمي چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول.

د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې هم د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ریل ګاډي پر یو تمځای باندې د دغه غورځنګ په برید کې د ۱۴ پاکستاني عسکرو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې د پاکستان په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې د هغو وسله‌والو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی چې د افغانستان له خاورې څخه پر دوی باندې بریدونه کوي خو طالبان دا تورونه ردوي.

په اسلام اباد کې میشت د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۴ کال کې د دغو بریدونو له امله له ۱۶۰۰ زیات کسان وژل شوي چې په کې د پاکستان ۶۸۵ پوځي او امنیتي‌ ځواکونه شامل دي.

دې مرکز ۲۰۲۴ په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال بللی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG