د نړۍ میلیونران: له شتمنو ډېره مالیه واخلئ چې کرونا ځپلی اقتصاد ښه شي 

د کروناویروس د ځاني زیانونو تر څنګ نړۍ ته لوی مالي زیانونه هم اړولي دي

د نړۍ څه باندې ۸۰ میلیونرانو د نړۍ له حکومتونو څخه غوښتي دي چې د کرونا ویروس ځپلي اقتصاد بیارغولو لپاره باید له شتمنو نه لوړه مالیه واخیستل شي.

«د بشریت لپاره د مېلیونرانو ډله» د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (چنګاښ۲۳) په یوه پرانیستي لیک کې له حکومتونو څخه غوښتي چې له شتمنو څخه دې"سمدستې ډېره، پام وړ او په دوامداره ډول" لوړه مالیه واخلي.

په دغه لیک باندې د امریکا د «بن او جیري» د ایس کریم د مشهور شرکت مالک جیري ګرینفېلډ، مشهور فلم جوړونکي ابیګېل ډیسني، د فلمونو سناریو لیکونکي میلیونر ریچارد کورټیز او یو شمېر نورو مشهورو مېلیونرانو لاسلیکونه کړي دي.

په لیک کې لیکل شوي چې " کووید۱۹ نړۍ وځپله. موږ غوندې میلیونران د خپلې نړۍ په بیارغولو کې مهم رول لري."

د لیک په یوې بلې برخې کې راغلي: "موږ هغه خلک نه یو چې په عاجلو خونو کې د ناروغانو درملنه وکړو. موږ د امبولانسونو چلوونکي نه یو چې رنځوران روغتونونو ته انتقال کړو. موږ خوراکي مواد نه زېرمه کوو او نه هم کور په کور خوراکي مواد انتقالوو. خو موږ پېسې لرو او دغو پېسو ته بیخي‌ زیاته اړتیا ده. له دغه ناورین څخه زموږ د نړۍ د ژغورلو لپاره به په راتلونکې کې هم دغو پېسو ته اړتیا وي. "

د فرانسې خبري اژانس وايي چې دا لیک د جي-۲۰ شتمنو هېوادونو د را روانې غونډې په درشل کې خپور شوی دی. په دغې غونډې کې به د نړۍ د اقتصاد په رغاونې او نورو اړوندو مسایلو بحث کیږي.

د کروناویروس له کبله ډېر هېوادونه له اقتصادي پلوه ځپل شوي دي او یو شمېر هېوادونو وار دمخه مالیې لوړې کړي ‌دي.

په برېټانیا کې د مالیاتي څېړنو یو مرکز وايي چې د ګڼو شتمنو سربېره، نور خلک هم لوړه مالیه ورکولی شي.

د همدغې میاشتې په سر کې د هسپانیا صدراعظم پېدرو سنچیز وویل چې حکومت ېې ښايي مالیه لوړه کړي. روسیه هم ښايي پر شتمنو او لوړ عاید لرونکو خلکو باندې مالیه زیاته کړي. سعودي عربستان بیا د خپل اقتصاد د ژغورلو لپاره په توکو باندې مالیه لوړه کړې ده.