افغان نجونو ته د انلان زده کړو نوښت

عکس (ارشیف)

دوو افغان نجونو د یوې انلان زده کړې اکاډمۍ په پرانیستلو سره په افغانستان کې سلګونه ښځینه زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د نوښتګر په نوم انلاین اکاډمي د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پرانیستل شوې چې افغان نجونو ته د زده کړو متبادله لار هوار کړي ځکه چې په افغانستانخ کې لاهم په میلیونونه نجونې، په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له لوړو زده کړو بې برخې دي.

د دې انلاین اکاډمۍ ښوونکي د افغانستان په مزار شریف، ننګرهار، او د دې ترڅنګ په ترکیه او قطر هېوادونو کې دي چې د انګلیسي، ترکي، پښتو، دري، جرمني ژبو سربېره يې د خطاطۍ، ریاضي، کمپیوټر، هنر، طب څانګې، کانکور او نورو مضمونونو وړیا زده کړې ورکوي.

د اکاډمۍ موخه

د دې زړور ګام له نوښتګرو څخه یوه یې ۱۷ کلنه نرګس رحماني ده چې دولسم ټولګي زده کوونکې ده، نوموړې له امريکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د دوی موخه دا ده چې پر کور ناستې نجونې له زده کړو سره بیرته وصل شي او له کتاب سره یې تړون و نه شلېږي.

نرګس رحماني وویل: "هره نجلۍ د ښه تعليم ترلاسه کولو حق لري او د نوښتګر اکاډمي هدف هم د افغان انجونو د زده کړو چمتو کول دي او په دې سخت وخت کې خپلو افغان خويندو ته ملاتړ ورکول دي. "

اکاډمي وړيا زده کړې ورکوي

نرګس زياتوي چې د دې اکاډمۍ لپاره نوم ليکنه کیږي او د ټولګیو لپاره مناسب مهالوېش لري، زده کوونکې وړيا زده کړې ترلاسه کوي. د دې په وینا چې د اکاډمۍ ښوږنکي په خپله خوښه بې له تنخواه درس ورکوي.

نرګس وايي، که د نوښتګر په څیر ګڼ شمېر نورې ټولنې جوړې شي نو دا به د افغانستان له نجونو سره د تعلیم په برخه کې ډېره لویه مرسته وکړي.

اورانوس رحماني هم د انلاين نوښتګر اکاډمۍ له بنسټګرو څخه ده، هغې له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل، دوي غواړي چې د پوهنې د ځواک له لارې افغان نجونې پياوړې کړي. اورانوس رحماني وویل: "موږ د داسې راتلونکي په لټه کې يو چې په افغانستان کې هره نجلۍ د باکيفيته زده کړو ترلاسه کولو فرصت ولري، خپل خوبونه تعقيب کړي او په لويه کچه د خپلې ټولنې او هېواد لپاره مرسته وکړي. "

نوښتګر د افغان نجونو نوې ټولنه

افغانستان د نړۍ پرمخ یواځنۍ هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له لوړو او پوهنتون کې له زده کړو محرومې شوي دي.

بسیمه معروف خیل د ۱۱ ټولګي زده کوونکې ده خو اوس مهال په نوښتګر اکاډمۍ کې ښوونکې ده او د پښتو تدریس کوي له امريکا غږ سره یې په خبرو کې خوښي څرګندونه کړه: "د یو ښوونکی په توګه موږ د خپلو ټولو زده کوونکو د فکر او ذهن د بدلون لپاره لوی مسولیت لرو او زه ویاړم چی د یوې داسې ادارې برخه یم چی په افغانستان کې د نجونو په ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته کوي".

بسیمه معروف خیل وويل دا اکاډمي یوازې د اکاډمیک زده کړې ځای نه دی بلکې دا د افغان نجونو لپاره یوه ټولنه ده چې دوي وکولی شي په ځان باور رامنځته کړي او په دغه سختو شرایطو کې خپل خوبونه په رښتیا بدل کړي.

افغان نجونې بايد لوی امیدونه ولري

بسیمه معروف خیل زياته کړه، :"موږ په دې اکاډمي کې افغان نجونې هڅوو چی لوی امیدونه ولري، هوښیارې موخې وټاکي او دوی دا باور ترلاسه کړي چې د هر هغه څه د ترلاسه کولو توان لري چې دوي یې فکر کوي او موږ یې د تعلیمي سفر د لارې په هر ګام کې ملاتړ کوو".

افغانستان کې نجونې زده کوونکي د ښوونځيو او پوهنتونو پرانيستلو ته په تمه دي، خو د طالبانو حکومت په دې برخه کې لاهم هېڅ تګلاره نه ده ټاکلې.

د افغان نجونو هڅونه

هارون رشید رحمانی د نوښتګر اکاډمۍ د کیمیا مضمون په کانکوري صنف کې ښوونکی دی او ترڅنګ يې د ترکیه په پوهنتون کې زده کړې کوي، هغه امريکا غږ ته وويل، د دوی اکاډمي افغان نجونې هڅوي چې په راتلونکې کې لکه د ملالې غوندې اتلانې او رهبرانې شي چې د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

والدینو ته ډاډ

دولس کلنه شغله رحماني چې د نوښتګر اکاډمي زده کونکې ده، له امريکا غږ سره د خبرو پر مهال وويل: "زه په پیل کې ډاډه نه وم چې د دې اکاډمۍ سیستم به څه ډول وي خو کله چې د نوښتګر انلاین اکاډمي سیستم ته دننه شوم نو دا راته حیرانونکې وه او دا هغه وخت وو چی والدینو ته ډاډ ورکړل شو چې د لوڼو لپاره یې وړیا زده کړې شتون لري. "

د زده کړو فرصتونه

۱۷ کلن احمد قسیم روفی چې زده کوونکی او د نوښتګر اکاډمي همغږی کوونکی دی، امريکا غږ ته وویل: "د انلاین درسونو له لارې مو په لومړي ځل د زده کړې بدلون ځواک لیدلی دی. هغه نجونې چې یو وخت د زده کړې چانس نه درلوده اوس په اکاډمیک ډول وده کوي، باور ترلاسه کوي، او د ځان لپاره د روښانه راتلونکي تصور کوي."

احمد قسیم روفی وويل، د افغان نجونو د بریا کیسې دوي ته الهام ورکوي چې خپل کار ته دوام ورکړي او نورو اړتیا لرونکو نجونو ته لاسرسی پراخ کړي.