د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د سیند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه نوې پيښه ثبت شوې چې په دې سره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۴۷ ته لوړ شوی دی.
دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) د سيند ايالت د ګوټکي ولسوالۍ د يو ماشوم هلک په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړی دی.
په پاکستان کې د پوليو دغه نوې پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په دغه هېواد کې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي اووه ورځني کمپاين پر مهال تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۴۵ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.
پدې نوې پېښې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۴۷ ته رسېدلی دی، چې ۲۳ يې په بلوچستان ايالت، ۱۳ يې په سيند ايالت، نهه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
د پوليو مخنيوي پروګرام په خپل راپور کې زياته کړه ده چې د پاکستان د ۷۶ ولسواليو په محيطي نمونو کې د پوليو ويروس موندل شوی دی.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.