شمالي کوریا وایي د ټرمپ خبرداری هیڅ منطق نلري

شمالي کوریا وایي د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خبرداري بې ځایه او بې منطقه دی.

د شمالي کوریا د راکټونو د قوماندانې مشر جنرال کم راک ګیوم په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ډیر ژر به په آرام سمندر کې د امریکا په خاورې نظامي اقدام وکړي.

د امریکا دغه خاوره په ګوام کې ده چې د آرام سمندر په منځ کې پرته ټاپو ده. جنرال ګیوم ویلي دي چې د امریکا په خاورې د برید پلان به د روانې میاشتې تر نیمیايي پورې نهایي شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې هغوي به د ګوام په ټاپو کې د امریکا په خاورې د منځني واټن توغندي وار کړي.

د شمالي کوریا دغه نظامي قوماندان په اعلامیې کې دا هم ویلي دي چې د امریکا په خاورې د برید کولو پلان به د اتومي ځواک قوماندان ته واستول شي او د هغه د امر انتظار به باسو.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس د شمالي کوریا نه غوښتي دي چې د امریکا په خاورې د برید فکر دې نکوي. جیم مټیس خبرداری ورکړی چې دا کار به د شمالي کوریا د "رژیم د ړنګیدو او خلکو د تباه کیدو" سبب شي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې د شمالي کوریا د هر اقدام په مقابل کې به څو چنده زیات ځواب ورکړل شي او دا چې دغه هیواد به هره هغه جګړه وبایلي چې پیل یې هغوي کوي.

جیم مټیس په اعلامیې کې همدارنګه ویلي دي ، پداسې حال کې چې امریکا د شمالي کوریا د ستونزې لپاره د دیپلوماتیک حل لارې چارې لټوي خو تر څنګ یې دا هم ویلی دي چې د امریکا او متحدینو د ګډ نظامي قوت په شان بل قوت د ځمکې پر سر نشته.