امریکا شمالي کوریا د ترهگرو پالونکي هیوادونو په لسټ کې شاملوي

امریکا وایي چې شمالي کوریا به یو ځلې بیا د ترهگرۍ پالونکې هیوادونو په لسټ کې شامله کړي. د امریکا د دغه اقدام هدف په شمالي کوریا نور اقتصادي بندیزونه لگول دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې شمالي کوریا یو قاتل ملک دی. هغه وویل "پکار ده دا کار ډیر پخوا شوی وی."

د امریکا د بهرنو چارو وزارت به د سه شنبې په ورځ دغه اعلان په رسمي توگه وکړي. د دغه اعلان نه وروسته به د امریکا د بهرنو چارو وزات شمالي کوریا د ترهگرو پالونکو هیوادونو په لسټ کې شامل کړي.

تراوسه پورې په دغه لسټ کې د ایران، سورېې او د سوډان نومونه شامل دي.

د بهرنو چارود وزارت یو چارواکي د دغې فیصلې په هکله ویلي دي چې د ټرمپ اداره دا گڼي چې پیونگ یانگ په پرله پسې توگه د نړیوال ترهگرو سره مرسته کړیده او په نورو ملکو نو کې یې خپل سیاسي مخالفین هم قتل کړیدي.

د امریکا او شمالي کوریا تر منځ یوه اوږدمهاله لانجه د پیونګیانګ اټومي پروګرام دی چې واشنګټن یې کلک مخالف دی. شمالي‌ کوریا په وارو ګواښنه کړې ده چې که امریکا ورباندې وسله وال برید وکړي نو دوې به د امریکا ځينې سیمې په بالستیکي او اټمي وسلو وولي.