د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا ايالت رئیس د خیبرپښتونخوا ایالت په سیلانۍ سیمه سوات کې یوې غونډې ته په وینا کې ويلي دا ګوند د پاکستان او افغانستان ترمينځ د هر ډول جنګ خلاف دي او پر ضد به یې سړکونو ته راووځي.
میا افتخار حسېن دا خبرې د فبرورۍ پر اوومه په سوات کې د خدايي خدمتګار غورځنګ د مشر باچاخان او د عوامي نیشنل ګوند د بنسټ ایښودونکي عبدالولي خان د تلين لمانځغونډې ته په وینا کې کړې دي.
تر دې وړاندې د یاد ګوند مشر اېمل ولي هم د جنورۍ پر ۲۶ مه په کراچۍ کې ورته خبره کړې وه چې د پاکستان پښتانه له افغانستان سره د هیڅ ډول جګړې پلوي نه کوي.
نوموړي د پاکستان پرحکومت غږ کړی وو چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره دې خپلې اړيکې ښې کړي.
د سیمې د حالاتو شنونکو پدې اړه د امریکاغږ سره خپل نظر شریک کړی ایا په رښتیا هم د دواړو هېوادونو ترمینځ حالات د جګړې کچې ته رسېدلي دي او که د افغانستان او پاکستان ترمینځ د جګړې په هکله د عوامي نیشنل ګوند د مشرتابه او نورو خبرې یوازې سیاسي بیانونه دي.
په پېښور کې خبريال او د سياسي چارو شننونکی شميم شاهد ته همداسې ښکاري چې، په دې سیمه کې د يو بل جنګ تياری روان دی، هغه وايي، "د عوامي نيشنل ګوند مقصد هم دا دی چې جنګ دې نه کيږي ګنې نو لوی زيان به يې د دواړو خواوو پښتنو ته واوړي."
له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړی زیاته کړه، نن چې پاکستان پر افغانستان کوم تورونه لګوي يا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پر پاکستان باندې کوم تورونه لګوي داسې ښکاري چې د پښتنو پر وطن له کلونو راهيسي روان جنګ د ختمېدو هېڅ نېټه نه لري نو ځکه عوامي نیشنل ګوند د جګړې ضد غږونه اوچتوي.
د افغانستان او پاکستان په کړکېچنو حالاتو په کوټه کې سياسي شننونکی او خبريال سيد علي شاه د عوامي نشنل ګوند د اوسنیو اندېښنو په باب وویل، چې د افغانستان په ۴۵ کلن جنګ کې د کرښې پر دواړو خواوو پښتانه ځپل شوي دي نو ځکه یاد ګوند وايي، که بله جګړه راځي نو تاوان به یې پښتنو ته رسي.
نوموړي د فبرورۍ پر ٨ ( سلواغې ٢٠ ) امريکا غږ ته وويل، د افغانستان په اوږده جنګ کې د تر ټولو لوی تاوان پښتنو ته اوښتی دی.
علي شاه وایي. "د دواړو هیوادونو ترمينځ ترینګلي حالت له امله قبايلي سيمې، خيبر پښتونخوا او د بلوچستان ايالت پښتني سيمې ځپل شوې دی نو ځکه د عوامي نيشنل ګوند دغه غوښتنې پر ځای دی چې پاکستان او افغانستان دې جنګ نه کوي."
په پېښور کې پروفيسيور ډاکټر خادم حسېن هم اندېښنه لري چې په دې سيمه کې د نړيوالو قوتونو جنګ روان دی او له بده مرغه د پښتنو پر خاوره ټوپکمارې ډلې ساتل کيږي.
نوموړي د فبرورۍ پر ٨ ( سلواغې ٢٠ ) امريکا غږ ته وويل، "دويم اړخ يې دا دی چې په ٢٠٢١ کال د دوحې موافقې پس په افغانستان کې جمهوري حکومت ختم کړل شو او له هغه سره دا ستونزې را پورته شوې چې هلته نه خو ټولټاکنې شته او نه لويه جرګه فعاله ده نو په دې حال کې تحريک طالبان پاکستان او نورې ډلې فعالې شوې چې له کبله يې په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امني زياته شوې ده او ټول وطن يې د جنګ لمبو ته ټېل وهلی دی۔"
د خادم حسېن په وينا، لکه څنګه چې په افغانستان کې دا دومره اوږده جګړه وشوه او تر هغه وروسته امريکا او طالبانو په قطر کې موافقه وکړه نو همداسې دې پاکستان او افغانستان له يوه بل سره د امنيت په خاطر ناسته وکړي.