د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې د امن لپاره د ولسي جرګو لړۍ پيل شوې ده.
پدې لړ کې د نومبر پر نهمه (لړم ۱۹) په لورالايي ښار کې دوه ورځنۍ "ولسي جرګه" پيل شوه چې د لورالايي حوزې د شاوخوا ولسواليو د سلګونو ولسي او قبايلي مشرانو ترڅنګ سياسي مشرانو او فعالانو او زرګونو نورو کسانو ګډون پکې کړی و.
د جرګې په لومړۍ ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشر محمود خان اڅکزي سربېره لسګونه مشرانو او د قومونو استازو ويناګانې وکړې او د جرګې د ارزښت او نفوذ تر څنګ يې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو او د هغوی پر حل لارو خپل نظرونه شريک کړل.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر عبدالقهار ودان وايي چې د جرګې پرېکړې به د عملي کولو لپاره دولت ته وړاندې شي.
نوموړي زياته کړه: "د دې جرګې پرېکړې به موږ له خپل ولس او هم له سرکار سره شریکوو. د پښتنو په سیمو کې د امنیت مسله د جرګې د سر موضوع ده. له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه زموږ لارې زیاتره وخت بندې وي، کاروبار نشته، حتی د لاسي ګاډو مزدورانو ته هم د کار اجازه نشته. د خپل وطن د امن لپاره به اوس ولس جمهوري لارې خپلوۍ."
دا وروسته تر هغه ده چې د اکتوبر پر ۲۷ (لړم ۶) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو وربللو اعلان کړی وو.
اڅکزي ویلي وو چې د اکتوبر پر ۱۱مه د دوکۍ د سکرو ۲۰ کان کېندونکي په داسې حال کې ووژل شول چې پولیس او سرحدي ځواکونه په هغه ايالت کې په سړکونو ګزمې کوي.
نوموړي ویلي وو چې په جرګو کې به د ولسي او قبایلي مشرانو د پرېکړو د عملي کولو هڅه کوي.
محمود خان اڅکزي په لورالايي کې د جرګې ګډونوالو ته وويل چې تر دې وروسته به د ژوب حوزې او کوټې حوزې پر کچه هم د امن لپاره جرګې جوړوي او وروسته به اقدامات کوي.