په کراچۍ کې د پي ټي ام غړي نیول شوي

عالم زیب مسید د پي ټي ام یو فعال غړی بلل کیږي

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې یې د کراچۍ په ښار کې ځينې غړي "تښتولي" دي.

د پي ټي ام مشر منظور پښتین په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د غورځنګ د یو فعال غړي عالم زیب مسید سره یو ځای ځینې نور غړي هم نیول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو کسانو د نیولو ویدیو هم خپره شوې ده. په ویدیو کې ښودل کیږي چې د پاکستان د پولیسو په جامو کې ځینې خلک له یو موټر نه د پښتون ژغورنې د غورځنګ دغه فعالان راښکته کوي.

تر څنګ یې په شخصي لباس کې یو بل کس هم لیدل کیږي چې تمانچه یې په لاس کې ده او اخوا ته د پولیسو یو موټر هم ښکاري.

پي ټي ام د پاکستان په ښار او د شمالي وزیرستان د خیسوره په سیمه کې د یکشنبې په ورځ (جنوري۲۱) احتجاجي غونډې کړې او یو شمېر غړي یې د پاکستان له نورو سیمو څخه دغو غونډو ته تللي وو.

ویل کیږي چې عالم زیب مسید هم د کراچۍ غونډې ته تللی و. په ټولنیزو رسنیو کې هم یو شمېر خلکو کمپاین پیل کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له شاوخوا یوه کال راهېسې فعالیت کوي چې لوی هدف یې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه ده. د پاکستان حکومت لا د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.