بشري حقونه: پاکستان کې هندوان او عیسویان په زور مسلمانیږي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په پاکستان کې د هندوانو او عیسوي مذهبو په زور مسلمانولو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په خپل کلني راپور کې د پاکستان له پارلمان نه غوښتي چې د دې کار د مخنیوي لپاره دې قوانین جوړ کړي.

په راپور کې ویل شوي چې تیر کال یوازې د سیند په ایالت کې د شاوخوا ١٠٠٠ هندو او عیسوي مذهبونجونو په زور مسلمانولو قضیې ثبت شویدي.

د بشري حقونو د څار ډلې یو لوړپوړي غړي جوزوف فرانسیس وایي د مسلمانولو او ودولو په خاطر د هندو او عیسوي نجونو تښتونې د سند ایالت په جنوب او د پنجاب ایالت په ختیځ کې یوه عامه خبره ده.

راپور وایي مذهبي اقلیتونه په ٢٠١٨ کې په پاکستان کې د خپلو عقایدو په وجه په پرله پسې توگه د زورونې، بندي کیدو او حتی د مرگ له گواښ سره مخامخ دي."

د بشري حقونو د څار ادارې یو جګپوړي غړي غازي صلاح دین همدارنګه ویلي دي چې په پاکستان کې مطبوعات هم د داسې زیات فشار لاندې دي چې په تاریخ کې یې ساری نشته.

خو ښاغلي صلاح دین دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې آیا په پاکستان کې مطبوعات د پوځ تر فشار لاندې دي که نه.