یو پاکستانی د ایران په غوښتنې د امریکایي چارواکو د وژلو د پلان لرلو په شک نیول شوی

آصف رضا مرچنټ پاکستانی دی او پدې شک نیول شوی چې د امریکایي چارواکو د وژلو پلان یې درلود.

د پاکستان یو تبع چې د ایران سره هم اړیکې لري، په متحده ایالاتو کې پدې شک نیول شوی چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني قتل د بدل اخیستو په خاطر یې د امریکایي چارواکو د وژلو پلان درلود.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت سه شنبه اګست شپږمه ( زمري ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې نیول شوی شخص آصف رضا مرچنټ نومیږي، ۴۶ کاله عمر لري او دا شک پرې دی چې په متحده ایالاتو کې دننه د امریکایي سیاستوالو او حکومتي چارواکو د وژلو لپاره یې اجرتي قاتل ګماره.

د ایران تر ټولو جګپوړی نظامي قوماندان، جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې د عراق د بغداد په هوایي ډګر کې د متحده ایالاتو په یوې هوایي حملې کې ووژل شول او ایران ویلي و چې غچ به یې اخلي.

ایران ویلي و چې د سلیماني د قتل غچ اخیستو په خاطر به د امریکا په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او نږدې همکارانو یې بریدونه وکړي.

ټرمپ ته تر ټولو په ډاګه ګواښ په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د هوایي فضا قوماندان امیر علي حاجیزاده کړی و. هغه په دولتي تلویزیون کې ګواښ کړی و چې ټرمپ به د سلیماني بدل اخیستو په خاطر ووژني.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلنډ د قاسم سلیماني وژل کیدو په خاطر د ایراني چارواکو د غچ اخیستو هلو ځلو په هکله وویل، "د عدلیې وزارت د څو کالونو راهیسې د ایران د ښکاره او پرله پسې کوښښونو په مقابل کې په جدي توګه مبارزه کوي چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل کیدو بدل اخیستو په خاطر یې د امریکایي چارواکو په خلاف کوي".

ښاغلي ګارلنډ زیاته کړه چې د عدلیې وزارت به د ټولو هغو کسانو مخنیوي او مسؤل بللو کې د ټولو امکاناتو څخه کار واخلي چې د امریکایي اتباعو پر ضد د ایران په دسیسو کې لاس لري.

سره لدې چې معلومه نده دې پاکستاني تبع د کوم امریکایي چارواکي د وژلو نیت درلود خو لوی څارنوال وویل هیڅ داسې نښه نده تر لاسه شوې چې وښیي، نیول شوي شخص د تیرې جولای میاشتې په ۱۳ مې د امریکا په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ باندې برید کې لاس درلود.

دا مطلب هم ولولئ واشنګټن یو ایرانی تورن کړ چې د امریکا د ملي امنیت د مخکنې مشاور د وژلو پلان یې لره  

په عین حال کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آی مشر کرسټوفر واري، ویلي چې آصف رضا مرچنټ د ایران سره نږدې اړیکې درلودې او د اجرتي قتل ګمارلو دسیسه یې د ایران لپاره کوله.

د ایف بي آی یو بل چارواکي بیا ویلي کوم کسان چې آصف رضا مرچنټ کوښښ کاوه د دې ترور پلان لپاره یې استخدام کړي، په حقیقت کې د دې ادارې پټ مامورین و.

متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو غړي باندې هم دا تور لګولی و چې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو پلان یې درلود.

د عدلیې وزارت ویلي و چې د سپاه پاسداران دې غړي، شهرام پورسافي چې لا ندی نیول شوی پلان یې درولود چې په امریکا کې یو کس ته د ښاغلي بولټن د وژلو لپاره ۳ سوه زره امریکایي ډالر ورکړي.

خو ایران بیا د جان بولټن وژلو لپاره دا ادعاوې رد کړي او "خیالي" یې بللې دي.

په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفارت او د پاکستان حکومت تر اوسه د آصف رضا مرچنټ په هکله څه ندي ویلي.