د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپنډۍ پوليسو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د تروریزم پرخلاف د څانګې (CTD) سره یې په ګډه په اډیاله زندان د یو لوی تروریستي برید مخه نیولې ده.
د راولپنډۍ د پوليسو مشر (سي پي او) سيد خالد همداني ویلي، درې ترهګر یې د درنو وسلو او مهماتو سره ددې برید په تړاو نيولي دي.
د پولیسو دغه مشر د پنجشنبې په ورځ مارچ اووم (کب۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددې برید په تړاو یې درې ترهګر چې هغه ویلي د افغانستان اوسیدونکي وو هم نیولي دي.
سيد خالد همداني ویلي: "دا ترهګر د افغانستان دي، درې تنه ترهګر د پلټنو لپاره خوندي ځای ته انتقال شوي دي."
د پولیسو دغه مشر زیاته کړې چې له ترهګرو څخه د اډياله زندان نقشه، لاسي بم او آی اي ډي، او اتومات وسلې هم ترلاسه شوي دي".
راولپنڈی پولیس اور سی ٹی ڈی کی مشترکہ بڑی کارروائی،اڈیالہ جیل کو بڑی تباہی سے بچا لیا گیا، تین دہشت گرد بھاری اسلحہ اور بارود سمیت گرفتار ، سی پی او سید خالد ہمدانیدہشت گردوں کا تعلق افغانستان سے ہے، تینوں دہشت گردوں کو تفتیش کےلئےمحفوظ مقام پر منتقل کیا گیا ہے، سی پی او
— Rawalpindi Police (@RwpPolice) March 6, 2024
خو پوليسو د نيول شوو کسانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
راولپنډۍ ښار د اسلام اباد سره جوخت پروت دی او اوس مهال د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی صدراعظم عمران خان ساتل کیږي.
د پاکستان پولیسو په اډیاله زندان باندې په دغه برید کې د افغانستان د اوسیدونکو د لاس لرلو ادعا په داسې حال کې کړې چې ددې دمخه د دغه هیواد د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په ګډون یو شمیر لوړپوړو چارواکو په پاکستان کې د تروریستي پیښو په ځانګړي ډول ځانمرګو بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو ادعاوې کړي دي.
د روان ۲۰۲۴ کال جنورۍ په ۲۴ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په اسلام اباد کې د دغه هیواد د پوهنتونونو زده کوونکو ته په وینا کې ویلي وو چې: "کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او خوندیتوب خبره راشي نو ټول افغانستان تباه يا رټل کېدای شي".
خو د طالبانو حکومت په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو ادعاوې بې اساسه بللي دي.
د طالبانو د ځواکونو د پوځ لوی درستیز قاري محمد فصيح الدين فطرت د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير دا څرګندونې "د سپکاوي ډکې بللې" وې.
د طالبانو حکومت تراوسه د راولپنډۍ د پولیسو د مشر دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.