د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» اروپايي ټولنې، د کاناډا سفارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند غوښتنه کړې ده.
یوناما ویلي چې یوازې د تیرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۱ (وږې ۳۱) یوناما پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه مرګ ژوبله په څلورو بېلو پېښو کې رامنځته شوې چې په وینا یې ښځې، هلکان او انجونې پکې شاملې دي.
یوناما لیکلي: "په داسې حال کې چې موږ د سولې نړیوله ورځ لمانځو...موږ د ملکي تلفاتو د زیاتوالې په اړه اندېښمن یو، له اړوند لورو غواړو چې د دوی د ِژغورلو لپاره ژر تر ژره اقدامات وکړي او د دوحې خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي."
Civilian casualty numbers, a key indicator of conflict’s intensity, are at a lower level than in recent years. But UNAMA preliminary findings show as many as 20 civilians killed and 39 injured --including women, boys and girls-- in four separate incidents Saturday. 2/2
— UNAMA News (@UNAMAnews) September 21, 2020
نن دوشنبه د سپټمبر۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده. ددې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازوالۍ هم د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
د سولې نړیوالې ورځې او د دوحې د هیله بخښونکو خبرو په پړاو کې، اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي د زیاتوالي او په بې ساري ډول د ډیر شمیر ملکي تلفاتو په اړه شدیده اندېښنه لري. موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو چې همدا اوس تاوتریخوالي ودروي او ژر تر ژره اوربند ته ژمن شي.
— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) September 21, 2020
دغې ټولنې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی بند کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.
په افغانستان کې د کاناډا سفارت هم د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې سولې ته فرصت ورکړي او بشردوستانه اوربند وکړي.
د سولې پدې نړیوالې ورځ کې ، مونږ د افغانستان د سولې د بهير له پیل څخه هرکلی کوو ، کوم چې جګړې ځپلو افغانانو ته یې نوې هيلې وربښلي دي. مونږ یو ځل بیا له ټولو ښکیلو اړخونو غواړو چی دکرونا ویروس بحران ته د ځواب ویلو لپاره بشردوستانه اوربند وکړي. سولې ته یو فرصت ورکړئ @PeaceIRAfg
— Canada in AFG (@CanEmbAFG) September 21, 2020
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د بین الافغاني خبرو هر کلی کړی او په هیواد کې د سولې ټینګښت لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.
۱/ د بشر حقونو خپلواک کميسيون د سولې د نړيوالې ورځې (د سپتامبر ۲۱مې) په پلمه، يو ځل بيا د سولې د بين الافغاني خبرواترو د پيليدو هرکلی کوي، او وړانديز کوي چې دواړه لوري د هيواد د واقعيتونو په متقابل درک سره د هيواد د ښې راتلونکي لپاره ګډ لرليد رامنځته کړي. https://t.co/wzvrwBPnRf
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) September 21, 2020
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په تیرو څو ورځو کې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د ښکېلو اړخونو څخه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
څو ورځې مخکې په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات پيل شول.
د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان په ګډون زیات شمېر هیوادونو د دغو مذاکراتو پیلېدو هرکلی کړی دی.
تر دا مهاله د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلې څو ځله خپلو کې سره د سولې مذکراتو د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه کړي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم ویاند او غړي نادر نادري چې ویلي چې د تیرې ورځې بحثونو کې د سولې مذاکراتو د کاري طرزالعمل په اړه پرمختګ شوی دی.