د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د اګست۷مه(زمري۱۷مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو سبب شي.
"طالبانو دغه راز ژمنه کړې ده چې د خبرو په مهال، چې اړخونه به پکښې د اوږدې او بې رحمه جګړې د ختمولو پر سیاسې لاروچارو پریکړه وکړي او پر یوه تلپاتي اوهراړخیز اوربند به هوکړه وکړي، په تاوتریخولي او مرګ-ژوبلې کې به د پام وړ کموالی راولي. متحده ایالتونه اراده لري چې طالبان پر دغو ژمنو ټینګ وساتي."
اعلامیې ویلي چې د جرګې غړي به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړي چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې دا وروستی خنډ هم لیري شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي د شورا مشر ډاکټر عبدالله او د لویې جرګې ګډونوال هڅولي چې د سولې په خاطر دې له دې تاریخي موقع ګټه واخلي ترڅو جګړه ودریږي.
I commend the participants of the Loya Jirga as they gather to consolidate national support for peace in Afghanistan. After 40 years of war, bloodshed, and destruction, the parties are ready to embark on a political process to reach a negotiated settlement.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) August 7, 2020
له دې سره یو وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو د هر کلي ترڅنګ پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه جرګې غړي به د سولې په اړه ملاتړ لا یو ځای کړي.
پمپيو ویلي چې تر څلوېښت کلنې جګړې، وینې ټویېولو او خرابیو وروسته، طرفین چمتو شوي چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي پروسې ته لاره هواره کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې څخه د هر کلي ترڅنګ ویلي چې ټول اړخونه باید د سولې تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.
هغه ویلي:"لکه څنګه چې دوی دا کار کوي، د امریکا متحده ایالات به د دوی ترڅنګ ودریږي."
زلمي خلیلزاد د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د سولې پروسې د پېچلتیا په لټه کې دي:"افغانانو دې شیبې ته ډیر اوږد انتظار ایستلی و. موږ د جرګې برخه والو ته په خپلو خبرو کې د بریا هیله کوو او له هغوی غوښتنه کوو چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې وضعیت ته ترجیح ورکوي او سولې پروسې ته د پیچلتیا په لټه کې دي."
۱/۳ د افغانانو یوه لویه جرګه به د اګست پر ۷ جوړه شي. دا د سولې د نیغو خبرو په وړاندې د وروستي خنډ د لرې کولو لپاره یو تاریخي فرصت دی. یوه مثبته پایله به د دې مانا ورکړي چې تاوتریخوالی به لږ شي او افغانان به په چټکۍ د مذاکراتو پر میز راغونډ شي. https://t.co/yNSPcNounY
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 7, 2020
په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او اروپايي ټولنې هم د سولې مشورتې لویې جرګې څخه د هر کلی کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له جرګې څخه د ملاتړ په اړه له امریکا متحده ایالاتو څخه مننه وکړه.
د سولې مشورتي لویه جرګه نن جمعه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه او د ډاکټر عبدالله عبدالله په ریاست یې په کار پيل وکړ چې درې ورځې به دوام وکړي.
وسله والو طالبانو بیا د جرګې له راغوښتلو سره مخالفت څرګند کړی دی.