د خيبر پښتونخوا په بنو کې د یو پولیس نیولو خلاف پولیسو او خلکو احتجاج کړی

دا پرلت وروسته هر هغې پیل شوی چې د بنو انتظاميې او پوليسو "د عامه نظم ګډوډلو" په تور جمشېد خان په نوم یو پولیس له خپلې دندې ليری کړ او د نيولو وروسته يې د هريپور زندان ته واستوه.

د خيبر پښتونخوا د بنو ځايي پولیسو، د سوداګرو اتحاديې او عامو خلکو د سپټمبر پر ۲۱ ( وږي ۳۱) د پوليسو د مرکزي دفتر مخې ته احتجاجي پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې د پوليسو سرتېری جمشېد خان دې خوشې کړای شي.

دا پرلت وروسته هرهغې پیل شوی چې د بنو انتظاميې او پوليسو "د عامه نظم ګډوډلو" په تورجمشېد خان په نوم یو پولیس له خپلې دندې له ليری کولو وروسته نیولی او د هريپور زندان ته یې لېږلی دی.

جمشید خان تېره اونۍ د خيبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت ولسواليو کې د امنيت لپاره د احتجاجي غونډو او د پولیسو له خوا د شويو احتجاجونو مخکښ وو.

هغو احتجاج کوونکو پوليسو حکومت ته د غوښتنو نوملړ وړاندې کړی وو او ورڅخه یې غوښتي وو چې "د پولیسو په وژنه کې ککړ کسان دې ونيول شي، د پولیسو کنټرول خونو او تاڼو ته دې د پوځي او استخباراتي ادارو چارواکي نه ورځي او حکومت دې پولیسو ته له نیول شویو مشکوکو وسلوالو څخه د پلټنو اجازه ورکړي."

احتجاج کوونکو پوليسو دا غوښتنه هم کړې وه چې د پاکستان پوځ دې د دوی له سيمو ووځي.

وروسته د بنو او لکي مروت پولیسو د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) وویل چې چارواکو یې غوښتنې منلې دي او خپل احتجاجي پرلتونه ختموي.

د سپټمبر پر ۲۱ احتجاج ته د وینا پرمهال د بنو یو سیاسي مشر ملک عبدالجبار خان وویل: "روزانه پولیس وژل کېږي، او دغه مبارزه کوونکي يې غږ پورته کوي"

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ايالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسله والو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

له احتجاج کوونکو سره د بنو ډویژن د پولیسو مشر عمران شاهد د سپټمبر پر ۲۱ مذاکرات وکړل. د بنو پرلت مشران وايي چې د پولیسو مشرانو ډاډ ورکړ چې د عامه نظم خرابولو په تور نيول شوی جمشېد خان به خوشې کړي. خو احتجاج کوونکي وايي چې تر څو د دوی نيول شوی کس خوشې کړل شوی نه وي، احتجاج ته به دوام ورکوي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو لا د خيبر پښتونخوا د پوليسو د تورونو او غوښتنو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې پوځ ډېرې "قربانۍ" ورکړي او په سيمه کې يې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې په ځانګړې توګه پوليس په نخښه کېږي او پر دې سربېره هدفي وژنې او د خلکو تښتول هم زيات شوي دي.

د سياسي او امنيتي چارو شنونکي عيسی خان ترين امريکا غږ اشنا ته وويل چې پوليس په ولس کې دننه کار کوي او په لارو کوڅو کې ولاړ وي نو د وسله والو لپاره د هغوی په نخښه کول نسبتاً اسان وي.

هغه وويل: "د پوليسو اساسي کار د ترهګرۍ خلاف جنګ نه دی بلکې هغوی په ټولنه کې د جرايمو د مخنيوي او د قانون پلي کولو لپاره روزل شوي وي. بل خوا پوليس هغسي وسلې او تجهيزات نه لري چې د ترهګرو خلاف وجنګېږي يا د هغوی موثره مخنيوی وکړي."

ترين زياته کړه چې پوځ او سرحدي ځواکونه له ولسه ليرې په خپلو مرکزونو يا چاوڼيو کې وي، نو د وسله والو ډېر زور نه ورباندې رسېږي، خو د هغه په وينا د پوليس تاڼې او دفترونه بيا د ښار په منځ کې وي چې په اسانه هدف ګرځېدای شي.

بل خوا د امنيتي چارو پوه او ليکوال فخر کاکاخېل وايي چې د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ د هغه ايالت له قبايلي ولسواليو سره شريکه پوله لري نو ځکه په جغرافيايي توګه "زيان پذيره" دي.

نوموړی زياتوي: "هلته بېخبنا او ادارې هم کمزورې دي او پوليس پرمختللي وسايل او سالمه روزنه نه لري."

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږی ۱۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په هغه هېواد کې پوځ، پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.