یو شمیر کابل میشتې میندې له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي

انځور: آرشیف

یو شمېر کابل میشتې میندې له کورنیو، په ځانګړې ډول له میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې جدي پاملرنه وکړي، او هرومرو دې هغوی واکسین کړي.

دوی وایي چې د ماشومانو روغتیا ته د ځینو میندو نه پاملرنه، یا کمه پاملرنه، په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ د ګواښ د لوړوالي مهم لامل بلل کیږي، او له کورنیو غواړي چې هرومرو دې خپل ماشومان واکسین کړي.

د کابل ښار اوسیدونکې، سیما، امریکا غږ ته وویل: ”میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو د روغتیا په برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړي، او باید خپل ماشومان د پولیو په ګډون، د بیلابیلو ناروغیو په وړاندې واکسین کړي.“

د کابل ښار بله اوسیدونکې، ولوله، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”دا یو تریخ حقیقت دی چې ډیری میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو روغتیا، په ځانګړي ډول د هغوی واکسینونو ته جدي پاملرنه نکوي، او همدا لامل ده چې په ګوزڼ او نورو ناروغیو اخته کیږي.“

بل لوري ته، د پلازمینې کابل یو شمېر روغتیا پالان هم د ماشومانو په روغتیا ساتنه کې د میندو او پلرونو رول اړین بولي، او له هغوی غواړي چې خپل دغه ستر رسالت له پامه ونه غورځوي.

د کابل د ماشومانو د روغتیا د روغتون د داخله ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمت الله عاصم، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”که چیرې په یوه ټولنه کې یو ماشوم په پولیو ناروغۍ اخته شي، نو د پولیو ویروس د چټک سرایت ماهیت ته په کتو سره، د ټولنې د ټولو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي.“

نوموړی د کوچنیانو د ناروغیو د متخصص په توګه په کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا دې جدي ونیسي، او ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان دې په کمپاینونو او کلینیکونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.