د پولیو تر بشپړه له منځه وړلو پورې نړیوالو مرستو ته اړتیا ده – روغتیایی مسؤولین

د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د پولیو تر بشپړه له منځه وړلو پورې نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

دوی یادونه کوي چې له افغانستان سره د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیایي ادارو مرستې د قدر وړ دي، او باید د پولیو ویروس تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام ومومي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د مسؤولینو په توګه د نړیوالو مرستندویه روغتیایي ادارو د مرستو او هڅو منندوی یو، او ورڅخه هیله لرو چې د پولیو تر بشپړ له منځه وړلو پورې خپلې مرستې جاري وساتي.“

د نوموړي په وینا، لا هم د پولیو ویروس په افغانستان کې د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند ګواښي، او باید نړیوال مرستندویه روغتیایي سازمانونه د یاد ویروس تر بشپړ له منځه وړلو پورې، خپلې ژمنې عملي کړي.

په ورته مهال، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې مسؤولین وایي چې افغانستان او پاکستان کې به د پولیو ناروغۍ د مخنیوي بهېر له پامه ونه غورځوي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”پاکستان او افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام چارې په بیړني او منظم ډول روانې دي، او دواړو هیوادونو ته ځانګړې پاملرنه کیږي.“

د نوموړي په وینا، افغانستان کې د پولیو ضد مبارزې ورستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو، د یادې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو هیلې راژوندۍ کړي. د افغانستان دننه په منظم ډول کمپاینونه دوام لري، او هغو سیمو ته لاسرسی زیات شوی، چې پخوا به له واکسین څخه پاتې کیدې.

د پولیو د بشپړ مخنیوي لپاره په داسې وخت کې په نړیوالو مرستو ټینګار کیږي چې افغانستان د بل هر وخت په پرتله د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوی، او د پولیو ضد کمپاینونه د هېواد ټولو سیمو ته غځیدلي.