روغتیا پالان: دیني عالمانو او مخورو د پولیو واکسین په کمپاین کې پراخه همکاري کړې

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د افغانستان د جنوبي حوزې روغتیایي مسؤولین وایي چې د ګوزڼ د عامه پوهاوي په پروګرامونو کی د دیني عالمانو او مخورو پراخه همکاري په دې حوزه کې د کمپاینونو د بریالیتوب لامل شوي.

د افغانستان په جنوب کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټرعبدالقیوم پخلا وایي چې د دیني عالمانو او سیمه اییزو مخورو د هر اړخیزې همکارۍ له امله کورنۍ د واکسین په ارزښت پوهیدلي او خپل ماشومان واکسینوي.

ډاکټر پخلا امریکا غږ ته وویل: "موږ له هر کمپاین څخه وړاندې، د کمپاین په بهیر کې او له کمپاین څخه وروسته د دیني عالمانو، ښوونکو او سیمه ییزو مخورو په ملتیا کور په کور د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوو."

د نوموړي په وینا، له هغه وروسته چې د یادو قشرونو همکاري زیاته شوې، د دوی د عامه پوهاوي پروګرامونه او په ټولیز ډول کمپاینونه هم د پخوا په پرتله اغیزمن شوي.

بل لوري ته د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي هم د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو هرکلى کوي او له چارواکو غواړي چې دا ډول پروګرانونه دې لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

د کندهار ښار یو تن اوسیدونکي وحیدالله په دې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " اوس چې په لرې پرتو سیمو کې امنیت ټینګ شوی، زموږ غوښتنه له اړوندو ادارو څخه دا ده چې په دغو سیمو کې خپل د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي."

د نوموړي په وینا، پدې کار سره به د پولیو واکسین د ګټو په اړه د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شي او دې ته به وهڅول شي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په جنوبي حوزه کې لا هم ګڼ شمېر کورنۍ شته چې د پولیو واکسین د ګټو په اړه د معلوماتو د نه درلودو له امله خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوي.

روغتیا پالان وايي چي ګوزڼ یوه ساري ناروغۍ ده چې درملنه نلري او د ماشومانو د تل پاتې معلولیت لامل ګرځي.

دوی ټینګار کوي چې د پولیو دوه څاڅکې واکسین کولی شي ماشومان له دغې ناوړه ناروغۍ څخه وژغوري.