مسولین: د پکتیکا ولایت د پولیو ضد کمپاینونو کې د ښځینه کارکوونکو تشه احساسیږي

انځور: آرشیف

د پکتیکا ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد کمپاینونو کې لا هم د ښځینه کارکوونکو تشه احساسیږي، چې د دوی لپاره د اندیښنې وړ ده.

د روغتیایي چارواکو په وینا، که څه هم په یاد ولایت کې د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې، خو لا هم په کمپاینونو کې د ښځینه روغتیایي مبلغینو او واکسیناتورانو تشه شتون لري.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر حکمت الله عصمت، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په بیلابېلو روغتیایي مرکزونو کي ۱۰ تنه ښځینه روغتیایي مبلغینې لرو چې خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکوي، خو په سراسري کمپاینونو کې هیڅ ښځینه کارکوونکې نلرو.“

د نوموړي په وینا، تېر کال پکتیکا ولایت کې د پولیو د مثبتې پېښې له ثبت وروسته، په مرکز او ولسوالیو کې د پولیو ضد مبارزې فعالیتونو زیات شوي، او د واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې.

ښاغلي عصمت زیاته کړه: ”تېر میلادي کال موږ په ډیله خوشامند ولسوالۍ کې د پولیو مثبته پېښه درلوده. په یاده سیمه کې د واکسین د هدف وړ ماشومانو شمېر د ۲۲۴۵۹ ته رسیږي، چې ۲۰۳۴۸ ماشومانو ته واکسین تطبیق کیږی، او ۲۱۱۱ ماشومان لا هم له واکسین څخه پاتې کیږي.“

د نوموړي په وینا، د پخوا په پرتله له واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، او اوس مهال د واکسین د پوښښ کچه ۹۲ سلنې ته رسیدلې.

بل پلو، د پکتیکا ولایت ځینې اوسیدونکي هم د ګوزڼ ضد مبارزه کې د نارینه وو تر څنګ، د ښځینه وو په هڅو ټینګار کوي.

د پکتیکا ولایت یو تن اوسیدونکي، انعام، امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ ضد مبارزه کې د ټولنې ټول وګړي ګډ مسؤولیت لري. باید ښځینه او نارینه د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې پراخه همکاري وکړي.“

د یادونې وړ ده چې تېر میلادي کال له واکسین څخه د ګڼ شمېر ماشومانو د پاتې کیدو له امله، پکتیکا ولایت د پولیو د مثبتې پېښې شاهد ؤ.