په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين عمومي کمپاين پيل شو

آرشیف

په افغانستان کې له نږدې څلورو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا د ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د واکسین عمومي کمپاین پیل شو.

د روغتیایي چارواکو په وینا د تیرو څلورو میاشتو په ترڅ کې په هیواد کې د پولیو ضد واکسین هیڅ کمپاین ندی شوی.

ډاکټر قلندر عباد د طالبانو د حکومت د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کابل کې د پولیو ضد واکسین د عمومي کمپاین پرانیستونکې غونډې ته وویل: "د پولیو واکسین د تطبیق لړۍ به د نومبر په اتمه (لړم ۱۷) نیټه په ټول هېواد کې پیل شي."

ښاغلي عباد زیاته کړه، دغه لړۍ به څلور ورځې پرله پسې دوام ومومي او ټولو له پنځه کاله کم عمر ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.

نوموړي دا ټکی هم په ډاګه کړ چې په دغه کمپاین که به هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او پنځو کالونو ترمنځ وي د ویټامین A کپسول هم ورکړل شي.

د کابل ښاریان هم د ګوزڼ ضد کمپاینونو د پیل له امله خوښ ښکاري او هغه یو پرځای اقدام بولي.

د کابل ښار اوسیدونکې مریم چې د دوه ماشومانو مور ده امریکا غږ ته داسې وویل: "دا څلور میاشتې چې د واکسین د ټیمونو درک نه و ډیره اندیښنه مې درلوده چې خدای مکړه ماشومان مې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته نشي."

نوموړې زیاته کړه، کله به یې چې په راډیو یا تلویزیون کې واوریدل چې د پولیو ناروغۍ پیښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ترسترګو کیږي، نو اندیښنه به یې لا زیاته شوه.

ډاکټر ګلاخان ایوب چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مسؤول دی، وايي: "افغانستان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې پروګرام د عامې روغتیا وزارت له لوري پر مخ وړل کیږي او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداره او د روغتیا نړیوال سازمان ورسره په تخنیکي برخو کي مرسته کوي."

پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان ورباندې اخته کیږي او د تل پاتې معلولیت لامل کیږي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس یې لاهم د ماشومانو ژوند ګواښوي.