د سږ کال د ګوزڼ ضد واکسین لومړی کمپاین پیل شو

د ۲۰۲۲ میلادي کال د ګوزڼ ضد واکسین لومړی کمپاین پیل شو

روغتیایي مسئولین وایي چي د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد لومړی کمپاین به د جنوري میاشتې په ۱۷ (مرغومې ۲۷) نیټه پیل شي او په ټول هیواد کې به د څلورو ورځو لپاره دوام ومومي.

چارواکي وایي دا کمپاین به جومات په جومات پلی شي او د سړو سیمو په ګډون به ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندي ونیسي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "په دې کمپاین کې به هم د تېر کمپاین په شان د جومات په جومات د کړنلارې په پام کې نیولو سره نږدې ۱۰ میلیونه د هدف وړ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي. "

په افغانستان کې د روغتیا د برخې نړیوالې ادارې هم له عامې روغتیا وزارت سره همکاري کوي تر څو د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مسؤول کمال شاه سید وایي، زموږ هڅه دا ده چې په دې کمپاین کې تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي.

ښاغلي کمال شاه وویل: " په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د پولیو پیښې ډیرې کمې وې او باید په ۲۰۲۲ کال کې هم باکیفیته کمپاینونه ترسره شي، تر څو د دې ناروغۍ پېښې نورې هم کمې شي او یا په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي."

د کابل ښار اوسیدونکې کوثر د پولیو ضد کمپاین پیل ته خوشحاله ده او له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.

اغلې کوثر امریکا غږ ته وویل: "ما خپلو خویندو او ورونو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی او يواځې یو کوچنی ورور مې له واکسین څخه پاتې شوی چې په راتلونکي کمپاین کې به هغه هم واکسین کړم. "

د ۲۰۲۲ میلادي کال پولیو ضد لومړی کمپاین په داسې حال کې پیل کیږي، چې لا تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبت پيښه نه ده ثبت شوې. حال دا چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي.

روغتیا پالان وایي، د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان د ګوزڼ او تل پاتې معلولیت له رنځ څخه وژغوري.