د سویلي ولایتونو اوسیدونکي د کور په کور واکسین غوښتنه لري

په میدان وردګو ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین

د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسیدونکي له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره دې تر هر کور او هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي.

د دغو ولایتونو یو شمېر سیمه ایز اوسیدونکي ځکه اندیښمن دي چې د کور په کور واکسین د نه ترسره کیدو له امله په پرله پسې ډول د دوی ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.

د کندهار ښار د لویې ویالې د سمیې اوسیدونکی، محمد ولي وايي د دوی په ګاونډ کې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي.

ښاغلي محمد ولي امریکا غږ ته وویل: "زموږ په کلي کې زموږ په ګډون داسې ډیرې کورنۍ شته چې ماشومان ېې له واکسین څخه پاتې شوي."

نوموړي زیاته کړه، د کور په کور کمپاین کړنلاره ځکه اغیزمنه وه چې ‌زیات ماشومان به ېې تر پوښښ لاندې نیول.

سره له دې چې د پولیو پر ضد د مبارزې د مرکز مسؤولین وایي چې په تېر کال کې د هیواد په سویل کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ترسترګو شوې، خو د دوی په وینا د څښاک د اوبو د سمپلونو طبي معاینات په چاپیریال کې د پولیو ویروس شتون چې د زرګونو ماشومانو ژوند ګواښي، تائیدوي.

د افغانستان د سویلي حوزې د پولیو پر ضد د مبارزې د مرکز مسؤول ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي چې د کور په کور واکسین د کړنلارې د بیا تطبیق لپاره هڅې روانې دي.

ډاکټر پخلا امریکا غږ ته وویل: " په راتلونکې میاشت کې به د کور په کور واکسین د کړنلارې د تطبیق پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي او پدې توګه به تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي."

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف ادارې د پولیو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول سید کمال شاه هم وایي چې تر هر ماشوم پورې د واکسین رسول د دې پروګرام اصلي موخه ده.

ښاغلی کمال شاه په روان کال کې د پولیو ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د اغیزمنو کمپاینونو ترسره کول اړین بولي او یادونه کوي چې که چیرې د واکسین د پوښښ کچه تر ۹۰ – ۹۵ سلنې لوړه شي، د پولیو ناروغۍ پیښې به صفر ته را ټیټې شي.

د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وایي په ټولنه کې د پولیو ضد واکسین د ګټو په هکله د عامه پوهاوي کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې او تر هر کور او هر ماشوم پورې د ګوزن واکسين د رسولو لپاره هڅې روانې دي.