د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د کاناډا د تصمیم هرکلی وکړ چې ایران یې د ترهگرۍ نه په دوامداره ملاتړ محکوم او غندلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل یو ټوټیري پیغام کې لیکلي دي چې هیواد یې د کاناډا د تصمیم او عزم هرکلی کوي چې غواړي د ایران سپاه پاسداران نوم د ترهگرو ډلو په لست کې شامل کړي.
ښاغلي پمپیو په خپل دغه پیغام کې لیکلي دي "متحده ایالات د کاناډا د تصمیم هر کلی کوي چې د ایران سپاه پاسداران ډله یې چې ترهگري تمویلوي محکومه کړې او هغه یې د ترهگرو په لست کې شامله کړې ده. ایرانیان د فاسد رژیم د ناوه استفادې په وړاندې دریږي. مونږ د هغوی ملاتړ کوو او له نورو ملتونو هم غواړو چې ایراني مشران مسؤل وبولي."
U.S. welcomes #Canada’s decision to strongly condemn #Iran for ongoing sponsorship of terror & to add #IRGC to Canada’s list of terrorist entities. Iranians are standing up to the corrupt regime%27s abuses. We support them & call on other nations to hold Iran%27s leaders accountable.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) June 15, 2018
د کاناډا پارلمان د سه شنبې په ورځ د هغه هیواد له حکومت نه وغوښتل چې د ایران سره مذاکرات ودروي. د کناډا پارلمان همداشان رایه ورکړه چې د ایران سپاه پاسداران د ترهگرو ډلو په لست کې شامل شي.
د ١٣٩١ کال د سنبلې په میاشت کې او لږ څه وروسته په تهران کې د بریتانیا په سفارت باندې د حملې وروسته د کاناډا د پخواني صدراعظم استیون هارپر محافظه کاره دولت د ایران خپل دیپلوماتیک روابط وشلول.
لږ وروسته په ټاکنو کې د لیبرالانو په بریالیتوب او د ۱۳۹۴ کال د اټومي تړون وروسته د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې غواړي د تهران سره اړیکې ټینگې کړي.
خو د کاناډا په پارلمان کې د روانې اونۍ په رای گیرۍ کې د جستین ترودو حکومت ددغې مصوبه د تصویب لپاره گډون وکړ. یو شمیر کاناډایي رسنیو دغه اقدام د ایران د حکومت په وړاندې د کاناډا د دولت د سیاست یدلون گڼلی دی.