ارګ: غني د سیاسي او مدني فعالانو د امنیت ټینګولو لارښوونه کړې

جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان دفاعي او امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او سزا ورکړي.

نن شنبه ډسمبر۲۶ (مرغومې۶) له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانونو د امنیت ټینګولو په اړه لازمې لارښوونې کړي دي.

خو په دې اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

په اعلامیه کې راغلي:"د هیواد جمهور رئیس اړوندو ارګانونو ته دستور ورکړ چې پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون دې د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.

د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په تازه پېښو کې نن شنبه په کابل کې د درې پرله پسې چاودنو له امله څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.

د تیرې اونۍ په وروستۍ پېښې کې مدني فعاله فرشته کوهستاني په کاپیسا کې د نا څرګنده وسله والو له خوا ووژل شوه.

همدارنګه د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید هم په ورته پېښې کې کابل کې ووژل شو.

تېره اونۍ همدا شان غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد د وسله والو په برید کې ووژل شو.

له هغه څو ورځې مخکې ننګرهار کې خبریاله ملاله میوند هم د وسله والو په ‌ډزو کې ووژل شوه.

نیږدې یوه نیمه میاشت مخکې هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي هلمند کې د ده په موټر نښلول شوي بم د چاودنې له امله ووژل شو او ورور یې ټپي شو.

د الیاس داعي له وژنې مخکې بل پخوانی خبریال یما سیاوش هم د ورته پېښې له امله کابل کې ووژل شو.

تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وویل چې هدفي وژنې او قتلونه د سولې بهیر ګواښي او باید بند شي.

هغه ټينګار کړی و چې د عاملینو سره دې حساب وشي.