ټرمپ: که په ایران مو برید کړی وای ١٥٠ تنه وژل کیدل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ پر ایران باندې د برید څخه د ډډې کولو په اړه د خپل تصمیم جزییات خپاره کړي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر لیکلي چې امریکایي پوځیانو د ایران د سپاه پاسدران له لورې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په ځواب کې دننه په ایران کې درې هدفونه په نښه کړي وو.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "کله چې مې وپوښتل (ددې برید په وجه) څو تنه وژل کیږي، یو جنرال ځواب راکړ: ۱۵۰ تنه. له حملې څخه لس دقیقې دمخه مې هغه ودروله".

​جمهور رئیس ټرمپ وویل دا ډول یو برید د یوې بې پیلوټه الوتکې د پرزولو سره "متناسب" نه و.

خو بیا هم هغه زیاته کړې: "زه بیړه نلرم، زمونږ پوځیان ... تیار دي. د نړۍ تر ټولو ښه پوځ. (د ایران پر ضد) زمونږ بندیزونه کار کوي او تیره شپه مو پر هغه نور بندیزونه هم ورزیات کړل."

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر لیکلي "ایران هیڅکله نشي کولای اټومي وسلې ولري، نه د امریکا او نه هم د نړۍ پر ضد".

دغه څرگندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د رویترز اژانس د ایران د یو شمیر دولتي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړی چې ښاغلي ددې هیواد دولت ته یو تازه پیغام استولی او په کې یې ویلي، سره له دې چې جگړې ته تیار دی، خو بیا هم ښه گڼي چې د ایراني مقاماتو سره د مختلفو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ تیره ورځ د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د په نښه کیدو وروسته سخت شوی دی.

ایراني مقامات وایي دغه بې پیلوټه الوتکه د ایران هوایي حریم ته ننوتلې وه او پدې خاطر یې پرې برید کړی. خو امریکایي مقامات ټینگار کوي چې دغه الوتکه د نړیوالو اوبو په فضا کې ویشتل شوې ده.