امریکایان د خپلو جمهور رئیسانو ورځ نمانځي 

د امریکا په جنوبي داکوتا کې د ځینو ولسمشرانو تراشل شوې مجسمې

نن دوشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) په امریکا کې د جمهور رئیسانو د نمانځلو ورځ ده.

امریکایان هرکال د فبرورۍ د میاشتې په درېیمه دوشنبه کې دا ورځ نمانځي چې د خپلو پخوانیو ولسمشرانو یاد تازه کړي او د کارونو درناوی یې وکړي.

په دې ورځ د امریکا د فدرال حکومت د مامورینو په ګډون ډېر کارکوونکي رخصت وي.

د امریکا دوه پخواني مخکښ ولسمشران جورج واشنګټن او ابراهم لنکن هم د فبرورۍ په میاشت کې زېږېدلي دي. جورج واشنګټن د امریکا د متحدو ایالتونو لومړی جمهور رئیس و او ابراهم لینکن په کورنیو جګړو کې متحده ایالتونه رهبري کول.

د امریکا کانګرس دا ورځ په ۱۹۶۸ کې رسمآ د فدرال رخصتي ومنله او دوشنبه یې ځکه غوره کړه چې امریکایانو ته د یوې اوږدې رخصتۍ زمینه برابره شي. امریکا کې شنبه او یکشنه رخصتي وي.

دا ورځ په رسمیاتو کې د واشنکټن د زوکړې ورځ بلل کیږي، خو په عمومي ډول د جمهور رئیسانو ورځ یې بولي.

جوبایډن د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر دی.

هغه هم دا ورځ په یو لړ رسمي مراسمو کې نمانځي.

ښاغلی بایډن د امریکا د متحدو ایالتونو پنځلسم ولسمشر دی چې تر ولسمشر کېدو مخکې د ولسمشر مرستیال هم و.