د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تورخم دروازې پرانستو لپاره د پرېکړې ملاتړ اعلان کړ

خيبر پښتونخوا ايالت په پارلمان کې ټول سياسي ګوندونه د تورخم د‌دروازې پرانيستلو ملاتړ کوي او وايي چې ددغې لارې پرانیستلو پرېکړه لیک به په لوی اکثریت تصویب کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند په شمول یو شمیر نورو ګوندونو هم د خیبرپښتونخوا په ایالتي پارلمان کې د تورخم دروازې پرانستلو لپاره د وړاندې شوي پرېکړه لیک څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د مارچ پر ۱۲ (کب ۲۲) د پاکستان او افغانستان ترمینځ تورخم لاره پر ۲۰ مه ورځ هم تړلې ده.

د پیپلز ګوند احمد کريم کنډي د خیبر پښتونخوا ایالتي پارلمان ته د مارچ پر ۱۰ نېټه یو پرېکړه لیک وړاندې کړ چې پکې یې له ایالتي حکومته غوښته کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت ته دې سپارښتنه وکړي چې ژر تر ژره دې د تورخم دروازه پرانیزي.

نوموړي په خپل پرېکړه لیک کې د تورخم دروازې د بندېدو له کبله سوداګرو ته د اوښتي مالي تاوانونو یادونه کړې چې میلیارونه پاکستانۍ روپۍ جوړېږي.

د خيبر پښتونخوا په ایالتي پارلمان کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ايالتي وزير عدنان قادري او افتخار مشواڼی وايي، چې دوی د تورخم دروازې پرانیستلو لپاره د پیپلز ګوند د غړي کریم کنډي د راوړي پرېکړه لیک ملاتړي دي خو ادعا کوي چې مرکزي حکومت د تورخم مسلې هوارولو په اړه جدي نه دی.

د خيبر پښتونخوا ايالت په ایالتي پارلمان کې له لنډيکوتل څخه د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو وزير عدنان قادري وايي د دغه پریکړه لیک د اورولو په ورځ به يې په حق کې ووټ هم ورکوي او خپل دريځ به هم وړاندې کوي.

عدنان قادري د مارچ ١١ ( کب ٢١) امريکا غږ ته وويل: "د تورخم دروازې د تړلو له کبله د خيبر ضلعې (ولسوالۍ) د خلکو روزګار په ټپه درېدلی دی خو د پاکستان فيډرالي حکومت ته د ولس ستونزې نه ښکاري ځکه چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مرکزي حکومت مخالف ګوند واکمن دی خو د خيبر ولس په خصوصي توګه د لنډيکوتل ولس د پاکستان اوسېدونکي دي نو بيا ولې له دوی سره داسې چلند کيږي."

هغه زياته کړه، د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډه پور په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طاالبانو له استازي سره درې ځلي لیدنه کړې چې دا کړکېچ هوار کړي.

دی وايي: "اعلی وزیر د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې له افغانستان سره کړکېچ پای ته ورسوي. او دروازه پرانیزي. خو بدبختانه مرکزي حکومت هېڅ دلچسپي نه اخلي ځکه چې د تورخم دروازې سره تړلې ټولې ادارې فيډرالي دي نو د ايالت په واک کې نه دي ګنې وختي به لا دغه دروازه پرانيستې وه. "

د خيبر پښتونخوا په ایالتي پارلمان کې د پاکستان تحريک انصاف يو بل غړی افتخار مشواني وايي چې ګوند یې تل دا دریځ لري چې د تورخم دروازه دې ژر تر ژره پرانيستل شي.

افتخار مشواني د مارچ ١١ ( کب ٢١) امريکا غږ ته وويل: "لکه څنګه چې د پاکستان ټول سرحدونه د مرکزي حکومت تر څارنې لاندې دي‌ نو د تورخم دروازې تړل او پرانيستل یې هم په واک کې دي‌ خو موږ دا ورته وايو، يوه داسې کمیټه دې جوړه کړي چې دوه غړي دې زموږ د ايالت او دوه غړي دې د فيډرالي حکومت په استازیتوب وي نو له افغانستان سره به مذاکرات وکړو او دا شخړه به هواره کړو چې ولس او سوداګرو ته پيښه دغه لويه ستونزه ختم کړو."

د‌ عوامي نيشنل ګوند غړی پروفيسر خادم حسېن وايي، چې د دوی د ګوند دريځ له لومړۍ ورځې ټولو ته څرګند دی چې د تورخم په شمول د پاکستان او افغانستان ترمينځ دولس واړه دروازې تل پرانيستې غواړي او د احمد کريم کنډي د پرېکړه لیک ملاټړ کوي.

خادم حسېن د مارچ ١١ ( کب ٢١) امريکا غږ ته وويل:"دوه کاله وړاندې هم د ايمل ولي خان په مشرۍ کې له پېښوره تر تورخم پورې زموږ ګوند لاريون کړی وو چې په لنډيکوتل کې بيا سرکار مخ ته د تلو اجازه نه وه راکړې او موږ بيا هلته د پولې د تړلو پرضد احتجاجي غونډه کړې وه۔"

خادم حسېن وايي، نه پوهېږي چې د پاکستان حکومت ولې داسې غیرمسولانه کارونه کوي چې له ولس سره سره د رياست په ملياردونو ډالر تاوان کوي خو بل خوا بیا له نړیوال وجهي صندوق څخه پیسې په پور اخلي او بیا د همدغه پورونو له لاسه د پاکستان پر ولسونو درنې مالیې لګول کېږي.

د پاکستان په پارلمان کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړی اقبال اپريدی وايي، د واګه پر پوله کاروبار ډير ښه روان دی خو د پښتنو پر پوله دروازې تل په څه نا څه پلمه تړل شوې وي خو بيا به هم د دوی ګوند په اسامبلۍ کې د احمد کريم کنډي د پرېکړه لیک کلک ملاتړ کوي

اقبال اپريدي د مارچ ١١ ( کب ٢١) امريکا غږ ته وويل، فيډرالي حکومت بايد تر افغانستانه د ريل سړک وغزوي او د ټرانزټ لپاره داسې سيستم جوړ کړي چې د دواړه هېوادونو سوداګر په وړيا توګه استفاده ترې وکړي.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې ټول سياسي ګوندونه د تورخم د‌دروازې پرانيستلو په حق کې دي او وايي چې دغه پرېکړه لیک به په لوی اکثریت منظوروي.

بلخوا امریکا غږ د مسلم ليګ نواز غړي او د پاکستان د صدراعظم له وياند اختيار ولي او د ياد ګوند له نورو مشرانو سره د هغوی د دریځ اخیسو لپاره بیا بیا اړیکه ونیوله خو بریالي نشو.