پي ټي اېم په ژنيو کې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو او راتلونکې جرګې کنفرانس جوړ کړی

د پي ټي اېم مشرانو د پاکستان سربیره په امریکا او یو شمیر اروپايي هیوادونو کې هم د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره احتجاجي غونډې او لاریونونه کړي دي. عکس ارشیف.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اروپا څانګې د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د سويس ژنيو ښار کې د پښتنو پر روان حالت، هغوی ته پر ورپېښو ستونزو او فرصتونو او د اکتوبر پر ۱۱مه د غورځنګ له خوا د بلل شوې جرګې په اړه کنفرانس جوړ کړی وو.

"د پښتون قوم ننګونې، فرصتونه او د پښتنو لويه جرګه" تر عنوان لاندې په دغه کنفرانس کې د فرانسې، هالېنډ او بېلجيم په ګډون د پي ټي اېم د بېلا بېلو اروپايي هېوادونو مخکښانو او غړو برخه اخيسته وه. پر دې سربېره په کنفرانس کې د بلوڅانو، سينديانو او کشميريانو د استازو تر څنګ ځينو جاپانيانو او د بشري حقونو يوې امريکايۍ فعالې هم ګډون کړی وو.

د پي ټي اېم مشرانو وينا وه چې د دوی حقوقي کمېټه اوس د سیمې او نړۍ د نورو مظلومو قومونو او د بشري حقونو له مدافعینو سره د اړيکو د ټینګښت او پراختیا په برخه کي هم کار کوي چې دا ډول "د غورځنګ داعیه نوره هم په اغېزناکه توګه تر نړیوالو معتبرو ادرسونو ورسېږي او د نړۍ پالیسي جوړوونکي قدرتونه نور د پښتنو د بشري حقونو په خونديتوب کي رول ولوبوي."

هغوی زياته کړه چې پښتون ژغورني غورځنګ د پاکستان له خوا له پښتنو سره د شوي "بشري جنايت" سلګونه قضيې په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ثبت کړې دي.

ددغه کنفرانس وروسته د پي ټي اېم غړيو په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او د پاکستان له زندانونو يې د علي وزیر، مولانا زینت الله افغان، شهزاد وزیر، سلمان طوري او عزت الله افغان په ګډون يې د غورځنګ د نورو نيول شويو مخکښانو او غړيو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

پر دې مهال په سويس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر فضل کريم احتجاجي مظاهرې ته وويل چې د پي ټی اېم يو هدف په پښتونخوا کې را روان نسلونه د پاکستان له "ظلم او جبر" څخه خوندي ساتل دي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې سلګونه ښوونځي په بمونو الوځول شوې او زرګونه کسان په جبري ډول تری تم کړل شوي دي، خو د هغه په وينا، که څوک د دې خلاف غږ پورته کوي نو بيا د "ترهګر او غدار" په نومونه بلل کېږي.

فضل کريم وويل: "زما سره چې خپله کوم ظلمونه شوي دي، کوم زندانونه، قيدونه او مړي شوي دي، که يې زه دلته بيان کړم نو ملګري به په ژړا شي."

د بشري حقونو سازمانونه او د جبري لادرکه کړل شويو کسانو خپلوان د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو د خلکو د جبري لادرکۍ تور پورې کوي، خو هغوی دا تورونه رد کړي دي.

پي ټي اېم په ژنيو کې دا کنفرانس او احتجاج په داسې حال کې کړی چې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نومړي د سپټمبر پر شپږمه ( وږي ۱۶) د خيبر په باړه کې د پښتنو د بېلا بېلو ټبرونو د مشرانو او ځايي ولس غونډې ته په وينا کې وويل چې هغه جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه: "د پښتنو ټوله غميزه، د هغوی د مړيو، د ګوډو، د معذورو، د زخميانو، د ورکو خلکو، د وسايلو، د لارو بندولو، د تجارت تباهي، پر ځمکې قبضې، پر وسايلو قبضې، د شناختي کارډ مسايل او داسې نورې مسلې او معلومات به په کره توګه له کلي کلي راټولوو او بيا به يې دلته پر سکرين ښکاره کوو."

دا تر هغه وروسته ده چې پښتین د جولای پر ۱۲مه (چنګاښ ۲۲) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

د پښتین په مشرۍ د پي ټي اېم نماينده پلاوی او غړي هغې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې دننه او دباندې بېلا بېلو مشرانو او ولسونو ته د ۱۱م اکتوبر په جرګه کې د ګډون بلنې ورکول پيل کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د نماينده پلاوي يو غړي زکيم وزير د اګست پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د منظور پشتين په مشرۍ ۳۰ کسيزه کمېټه "کلي په کلي او کور په کور" ګرځي او ولس ته د جرګې بلنې ورکوي.

نوموړي زياته کړې: "د اکتوبر پر ۱۱مه به د وطن يو نوی سياست، د پښتنو يووالی او ملي فکر جوړېږي او پر دې خاوره به نور استعمار، جنګ، کډوالۍ، بې روزګارۍ او داسې نورو ستونزو ته د حل لاره جوړېږي. ۱۱م اکتوبر به پښتانه ملي يووالي او پر خپله خاوره خپل اختيار ته بيايي."

څېړونکی او ښوونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي چې که د پي ټي اېم له پلان سره سم همداسې جرګه وشي نو دا به په ۲۱مه پېړۍ کې د پښتنو تر ټولو لويه جرګه وي. "له پښتنو سره چې د ۲۰مې پېړۍ په وروستۍ نيمايي او په روانه ۲۱مې پېړۍ کې څومره ظلم، جبر او ناروا شوي دي، په هغه پيمانه باندې دا ظلمونو دوی منظم کړي نه دي. نو چې دا ځل ټول پښتانه، د هر ګوند، د هر فکر، د هر نظر، او د هر ټبر او قبيلې پښتانه دا شی احساس هم کړي او بيا د دې د عملي کولو لپاره ژمن هم شي نو اغېز به يې زيات وي."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پښتین وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتون روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو".