د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پشتين وايي د اکتوبر د یوولسمې جرګه به په خيبر کې کوي


منظور پشتین ویلي چې د اکتوبر د یوولسمې ورځې جرګه به د نورو جرګو څخه توپیر ولري او په دې جرګه کې د جرګو روایت ته په کتو پر مهمو مسلو پریکړې وشي.
منظور پشتین ویلي چې د اکتوبر د یوولسمې ورځې جرګه به د نورو جرګو څخه توپیر ولري او په دې جرګه کې د جرګو روایت ته په کتو پر مهمو مسلو پریکړې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي چې د هغه د غورځنګ له خوا د روان ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۱مې جرګه به په خيبر کې کوي.

نوموړي د اګست پر ۳۰مه (وږی ۹) د خيبر په جمرود کې د راجګل سيمې د بې کوره کړل شويو کډوالو احتجاجي پرلت ته په وينا کې وويل چې خيبر يو دروند تاريخي نوم لري.

هغه زياته کړه: "يوازې زه نه، بلکې د پښتنو ډېر درانه مشران ما راغږولي دي، ټولو وويل چې د خيبر دا نوم چې هم له ۱۱م اکتوبر سره ولګېږي، نو د دښمن منډه به ووينې."

پشتين وويل چې په خيبر کې جرګه کول د يو "لوی باور" نښه ده. د نوموړي په وينا، سړی مېلمه خپل کور ته بيايي او هغه خيبر خپل کور ګڼلی دی.

هغه زياتوي: "زه چې دومره مېلمانه راولم، دا ټول بېټکونه (مېلمستونونه) هم بيا زموږ د پښتنو دي. زه نور د ۱۱م اکتوبر پر انتظاماتو نه غږېږم، هغه بيا ستاسو کار شو. زه پښتانه راټولوم، د ټولو پښتنو نر او ښځو او ماشومانو او سپينږيرو او ځوانانو دا يو ارمان دی چې پښتانه دې پر يو ځای سره کښېني. بس راغواړم يې زه، او انتظامات به يې تاسو ورته کوئ."

یاده دې وي چې پشتين د جولای پر ۱۲مه (چنګاښ ۲۲) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

نوموړي هغه مهال په خپله وینا کې ویلي ول: "پر ۱۱م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو. ټول پښتون ولس ته به، د ټول پښتون ولس نماينده خلکو ته به، د ملنګ په شان به کلي کلي ته ننوځم او هغوی ته به په خپلو لاسونو دعوت ورکوم، جولۍ به ورته اچوم چې قام غرقيږي، راووځئ".

د پشتين په خبره، د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر يو لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي.

د منظور پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي دغې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو تر څنګ له يو شمېر نورو کسانو سره هم ليدل کتل پيل کړي او هغوی ته د ۱۱م اکتوبر په جرګه کې د ګډون بلنې ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د نماينده پلاوي يو غړي زکيم وزير د اګست پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د منظور پشتين په مشرۍ ۳۰ کسيزه کمېټه "کلي په کلي او کور په کور" ګرځي او ولس ته د جرګې بلنې ورکوي.

نوموړي زياته کړې: "د اکتوبر پر ۱۱مه به د وطن يو نوی سياست، د پښتنو يووالی او ملي فکر جوړېږي او پر دې خاوره به نور استعمار، جنګ، کډوالۍ، بې روزګارۍ او داسې نورو ستونزو ته د حل لاره جوړېږي. ۱۱م اکتوبر به پښتانه ملي يووالي او پر خپله خاوره خپل اختيار ته بيايي."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پشتين وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتون روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG