د لاس رسي وړ اتصالات

د منظور پشتين په مشرۍ ځانګړي پلاوي د اکتوبر ۱۱ جرګې لپاره بلنې ورکول پيل کړي


منظور پشتين ویلي چې د اکتوبر پر ۱۱ کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي او د ۳۰ يا ۴۰ زرو پورې کسان به په ګې ګډون وکړي.
منظور پشتين ویلي چې د اکتوبر پر ۱۱ کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي او د ۳۰ يا ۴۰ زرو پورې کسان به په ګې ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ليدل کتل پيل کړي دي.

د اګست پر ۱۹ (زمري ۲۹) د جرګې نماينده پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف پر مشر ګوهر علي خان سربېره د هغه ګوند له نورو مخکښانو سره وليدل او د اکتوبر د ۱۱ جرګې ته يې د ګډون بلنه ورکړه.

تر دې وړاندې د پشتين په مشرۍ ځانګړي پلاوي د جمعيت علما اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نېشنل ګوند له عمومي منشي ميا افتخار حسېن او د پښتونخوا ملي ګوند د بلوچستان له ايالتي مشر عبدالقهار ودان سره ليدلي او هغوی او د هغوی د ګوندونو نورو مشرانو او غړيو ته يې د اکتوبر ۱۱ په جرګه کې د ګډون بلنې ورکړې دي.

پشتين د جولای پر ۱۲ (چنګاښ ۲۲مه) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغولو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې د بللو اعلان کړی وو.

نوموړي زياته کړې وه: "د اکتوبر پر ۱۱ به د پښتنو قامي عدالت لګوو. ټول پښتون ولس ته به، د ټول پښتون ولس نماينده خلکو ته به، د ملنګ په شان به کلي کلي ته ننوځم او هغوی ته به په خپلو لاسونو دعوت ورکوم، جولۍ به ورته اچوم چې قام غرقيږي، راووځئ".

د پشتين په خبره، د اکتوبر پر ۱۱ کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر يو لوی سکرين باندې د نوموړي په خبره “پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د نماينده پلاوي غړي زکيم وزير د اګست پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د منظور پشتين په مشرۍ ۳۰ کسيزه کمېټه "کلي په کلي او کور په کور" ګرځي او ولس ته د جرګې بلنې ورکوي.

نوموړي زياته کړې: "د اکتوبر پر ۱۱ به د وطن يو نوی سياست، د پښتنو يووالی او ملي فکر جوړېږي او پر دې خاوره به نور استعمار، جنګ، کډوالۍ، بې روزګارۍ او داسې نورو ستونزو ته د حل لاره جوړېږي. ۱۱م اکتوبر به پښتانه ملي يووالي او پر خپله خاوره خپل اختيار ته بيايي."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي چې په دا وروستيو کې يې يوه تر ټولو لويه جرګه د ۲۰۲۲ ميلادي کال د مارچ مياشتې له ۱۱مې تر ۱۴ پورې وشوه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب په هغه "پښتون قامي جرګه" کې څه باندې ۴۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو چې سياستوالان، قبايلي مشران، ديني عالمان، ښوونکي او څېړونکي، مدني فعالان، مېرمنې او ګڼ ځوانان پکې شامل ول.

د هغې څلور ورځنۍ جرګې په ۲۵ مادو پرېکړه ليک کې په پاکستان کې د پښتنو لپاره د يوې متحد ایالت د جوړېدو غوښتنه شوې وه. "د ميانوالي او اټک په شمول دې د جنوبي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا په يوځای کولو سره د پښتنو يو متحده قامي ایالت جوړکړل شي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د هغې جرګې د پرېکړه ليک د لوستلو پر وخت وويل چې جرګې له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ لخوا لګول شوی اغزن تار رد کړی او غوښتنه یې کړې چې د دواړو غاړو ولسونو ته دې بې له څه ډول سنده د تجارت او تګ راتګ اجازه ورکړل شي. جرګې همداراز په افغانستان کې پر طالبانو غږ کړی وو چې د ټولو افغانانو لپاره "د منلو وړ" حکومت جوړولو لپاره دې لویه جرګه او انتخابات وکړي.

په بنو کې پښتون قامي جرګې زیاته کړې وه چې په پاکستان کې دې "پر پوځي امنيتي پوستو خلک نه ځورول کېږي، برمته کړل شوي ټول خلک دې خوشې کړل شي، د محکمې د پریکړې پرته قتلونه دې بند کړل شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ زنداني شوي مخکښان دې خوشې کړل شي."

که څه هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي ول چې د جرګې د مادو د عملي کولو لپاره به يوه استازې کمېټه ټاکي خو د پښتنو ګوندونو د سياسي اختلافاتو له امله هغه کار لا هم نه دی شوی.

دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پشتين وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتون روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG