منظور پښتین په خيبر کې د 'پښتنو د قامي عدالت' ځای پرانیست

منظور احمد پښتین د غونډې د ځای پرانیستلو پر مهال وویل په پاکستان کې پښتانه له شانګلې څخه نيولې تر چمن پورې بېل بېل احتجاجونه کوي، خو د اکتوبر پر ۱۱ دې ټول پښتانه په خيبر کې پر يوځای راغونډ شي او د "ظلم" خلاف دې يوځای ودرېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور احمد پښتین د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر قبايلي سيمه کې د اکتوبر ۱۱ د کېدونکي رابلل شوې جرګې د ځای پرانسته وکړه.

د جمرود په رېګي للمه کې پر لسګونه جريبه پروت هغه ميدان کې د پرانستې د مراسمو پر مهال د پي ټي ام پر ګڼو غړيو سربېره د خيبر د بېلا بېلو قبيلو يو شمېر مشران هم موجود وو.

په دې لړ کې جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د پي ټي ام مشر منظور پښتین د خيبر د ولس او مشرانو مننه وکړه چې د هغه په وينا د پښتنو د "ننګ او غيرت" لپاره يې د جرګې لپاره لوی ميدان وروسپاره او "لوی مسوليت" ته يې ځان چمتو کړ.

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې پښتانه له شانګلې څخه نيولې تر چمن پورې بېل بېل احتجاجونه کوي، خو د هغه په وينا، د اکتوبر پر ۱۱ دې ټول پښتانه په خيبر کې پر يوځای راغونډ شي او د "ظلم" خلاف دې يوځای ودرېږي.

هغه وویل: "موږ پښتانه د دې وطن اوسېدونکي يو او له زرګونو کلونو راهيسې پر اباد يو، خو موږ په ارامه څوک ژوند کولو ته نه پرېږدي. باور وکړئ چې هره ورځ د جنګ يوه نوې څپه راځي او موږ ته نوی پېغور پرېږدي."

پښتین د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱په خيبر قبايلي سيمه کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د پپتمبر پر شپږمه (وږي ۱۶) د خيبر په باړه کې د پښتنو د بېلا بېلو ټبرونو د مشرانو او ځايي ولس غونډې ته په وينا کې وويل چې هغه جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه: "د پښتنو ټوله غميزه، د هغوی د مړيو، د ګوډو، د معذورو، د زخميانو، د ورکو خلکو، د وسايلو، د لارو بندولو، د تجارت تباهي، پر ځمکې قبضې، پر وسايلو قبضې، د شناختي کارډ مسايل او داسې نورې مسلې او معلومات به په کره توګه له کلي کلي راټولوو او بيا به يې دلته پر سکرين ښکاره کوو."

په عين حال کې د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې غړي او د غورځنګ د مشر منظور پښتین نېږدې ملګري عبدالصمد خان د سپټمبر پر ۲۷ (تله ۶) پر ټولنيزې شبکې فېسبوک په یو ویډيويي بيان کې وویل چې څنګه د دې جرګې تاريخ رانېږدې کېږي، د پاکستان حکومت "انتقامي" اقدامات کوي. "زموږ اکثره ملګري ګرفتار کېږي. دوی جېلونو ته اچول کېږي، دوی څارل کېږي، خو موږ به په هر صورت دا جرګه کوو."

نوموړي ادعا وکړه: "چې د کومو سیاسي ګوندونو مشرانو ته موږ په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، په هغو کې اکثره مشرانو موږ ته دا خبره کړې ده چې موږ ته [د پاکستان] د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پخپله ټېلیفونونه کړي او دا يې راته ويلي دي چې تاسو په دې جرګه کې په هېڅ صورت ګډون مه کوئ. خو بیا هم موږ ته خپلو سیاسي مشرانو دا باور راکړی دی چې موږ به په هر صورت په دې جرګه کې ګډون کوو."

د پاکستان پوځ د پي ټي اېم ددغه چارواکي ادعا په اړه څه نه دي ویلي او سیاسي ګوندونو هم په دې هکله تبصره نه ده کړې.

خو تر دې وړاندې امنیتي ادارو ددغه غورځنګ يو شمېر غړي د ترهګرۍ، ولس پارونې، بغاوت او د عامه نظم د ګډوډۍ په قضيو کې نيولي او زنداني کړي دي.

عبدالصمد دا ادعا هم کړې وه چې پاکستان هڅه کوي چې منظور پښتین له منځه يوسي: "موږ له تېرې يوې اونۍ راهيسې داسې شواهد لرو چې د [پاکستان] رياست دا کوښښ کوي چې زموږ مشر منظور پښتین ته ځاني زيان ورسوي او دی له منځه يوسي، یا خدا دې نه کوي، دی په شهادت ورسوي."

د پي ټې اېم د مرکزي کمېټۍ بل غړي زکيم خان وزير د سپټمبر پر ۲۹ (تله ۸) پر ټولنيزه شبکه فېسبوک ليکلي چې په خيبر کې د جرګې د ځای تر پرانستې وروسته پېښور ته په لاره کې ځينو کسانو دوی تعقيبول چې وسله هم ورسره وه. نوموړی زياتوي: "وروسته بيا څو کسانو د پېښور حيات اباد بنګښ مارکېټ سره نېږدې پر ملي مشر [منظور پښتین] د بريد هڅه وکړه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرو لخوا دغه کسان له وسلو سره يو ځای ونيول شول."

دا تر هغه وروسته ده چې منظور پښتین د جولای پر ۱۲ (چنګاښ ۲۲) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

د پښتین په مشرۍ د پي ټي اېم نماينده پلاوی او غړي هغې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې دننه او دباندې بېلا بېلو مشرانو او ولسونو ته په هغه جرګه کې د ګډون بلنې ورکول پيل کړې دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پښتین وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتنو روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو"