قطر خبرو ته چمتو دی خو خپل حاکمیت ته درناوی غواړي

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانې د سپتمبر په ۲۰ د ملګرو ملتو په مقر کې عموي اسامبلې ته د وینا په حال کې

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د جمعې په شپه ناوخته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې له سعودي عربستان، متحده عربي امارت، بحرین او مصر سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو ټینګار یې وکړ چې دغه هیوادونه باید د روان بحران د حل کولو لپاره د قطر ملي حاکمیت ته دروناوی وکړي.

د خلیج د عربي هیوادونو تر منځ د دپلوماتیکې لانجې له رامینځته کیدو نه وروسته د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په خپله لومړنۍ تلویزیوني وینا کې د قطر د خلکو د یووالي او هوډ ستاینه وکړه چې د اوسني بحران په وړاندې یې څرګند کړی دی.

هغه وویل "په داسې شرایطو کې چې زمونږ هیواد ورسره مخامخ دی، مونږ ثابته کړه چې مونږ ټول یوه کورنۍ یو. مونږ ددې ستونزې په وړاندې ټول یو، یو او مونږ هغه کسان ناامید کړي دي چې زمونږ پر خلاف یې اقدام کړی."

سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر او بحرین وروسته له هغه د جون په پنځمه له قطر سره دپلوماتیکي، هوايي، مځکنۍ او سمندري اړیکې پری کړې چې پر هغه هیواد یې د تندلارو ډلو د ملاتړ تور ولګاوه.

شیخ ال ثاني وویل چې د هیواد د خبرو دروازې یې د حل یوې لارې ته د رسیدو لپاره پرانیستي دي، خو هغه جوته کړه چې د هر ډول د حل په اړه باید دوو شرطونو ته پام وشي، یعني د هر دولت حاکمیت او ارادې ته درناوی وشي.

د قطر امیر دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د ترهګرۍ په اړه د قطر هڅې وستایلې او له څلورو عربي هیوادو یې و غوښتل چې پر قطر "مځکنی" بیدنیز لیرې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په واشنګټن کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي بن عبدالله سره له یوې غونډې نه وروسته د قطر د هڅو ستاینه وکړه او وویل، قطر لیواله دی چې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې مځکنی بندیز د قطر په خلکو منفي اغیزه کوي.

له بلې خوا د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان د قطر د کړکیچ د له منځه ورړلو لپاره د یکشنبې به ورځ قطر، سعودي عربیستان او کویت ته سفر کوي. هغه د اوسني بحران په ترڅ کې د قطر ملاتړ کړی دی.

څلورو عربي هیوادونو لا تر اوسه ددې وینا په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د سعودي د شاهي دربار یو سلاکار د قطر د امیر په وینا انتقاد وکړ او د ټویټر له لارې یې وویل "که د منځني ښوونځي یو زده کوونکي دغه وینا لیکلې وای نو ناکام شوی به وای".

څلورو عربی هیواودونو له قطر سره د دپلوماتیکو روابطو له پریکولو نه وروسته له هغه هیواد نه یو شمیر غوښتنې کړي چې پکې د الجزیره د تلویزیوني شبکې بندول، د اخوان المسلمین په څیر له اسلامپالو ډلو سره د اړیکو غوڅول، له ایران سره د روابطو محدودول او له خپلې خاورې نه یې د ترکیې د سرتیرو ایستل شامل دي.

قطر دغه غوښتنې رد کړي او وايي چې حاکمیت ته یې زیان رسوي.