افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په خپل یو نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د حساب ورکولو د یو میکانیزم نه شتون طالبان لا زړور کړي او د د بشري حقونو سرغړونې لا زیاتې شوي.
بنیټ د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۲۸( لړم اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه راپور د خپریدو پرمهال ویلي چې د ملګرو ملتونو ۷۹ مې عمومي غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور کې يې د ښځو، نجونو، ماشومانو او قومي اقلیتونو په تړاو مسایلو ته ځای ورکړی دی.
هغه ویلي: " تنګه مدني فضا، زیاتې تعزیري سزاګانې او د عدالت اساساتو، د تبعیض مخنیوي، برابرۍ او د قانون حاکمیت ته نه پاملرنه ".
هغه ویلي: " په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د بشري وضعیت خرابیدو ته مې ګوته نیولې او له هیوادونو څخه غواړم چې د بشري حقونو پراساس دې د عمل یو جامع پلان تصویب کړي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر خپله انټرنیټي پاڼه ددې راپور په اړه لیکلي چې د ځانګړي استازي ریچارد بنیټ خپل دغه راپورکې د تیرو راپورونو څخه هم کار اخیستی او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اګست ترمیاشتې پورې موده کې یې د بشري حقونو مسایلو ته ځای ورکړی دی.
ریچارد بنیټ ویلي چې ټاکل شوې ددغه راپور موندنې به د نومبر د راروانې میاشتې په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې سره شریکې کړي.
په دې راپور کې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د خبریالانو، بشري حقونو ښځینه فعالانو، مدني ټولنې غړو سره د طالبانو د چلند او د امربالمعروف نهی عن المنکر د نوي قانون وروسته د افغان هنرمندانو او عامو افغانانو نوو ستونزو یادونه شوې او ویل شوي چې ددغو کړنو پر وړاندې د حساب ورکولو د یو میکانیزم نشتوالي طالبان لا زړور کړي دي.
همداشان په دې راپور کې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو چلند یادونه هم شوې او ددغو کړنو د اوږدمهاله ناسمو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
ریچارد بنیټ په دې راپور کې افغانستان کې د ماشومانو بشري وضعیت باندې هم ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې طالبانو په خپلو لیکو کې د ماشومانو ګمارنې ته دوام ورکړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې بچه بازي زیاته شوې ده. افغانستان کې قومي او مذهبي اقلیتونه څنډې ته شوي په ځانګړي ډول هزاره او شیعه ګان د تبعیض سره مخ شوي دي.
خپلسري نیول او وژل
همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا د افغانستان پخواني حکومت کارکوونکو ته د عمومي بخښنې د فرمان سره سره د پخواني حکومت د کارکوونکو او د طالبانو د مخالفې جبهې د غړو په خپلسر نیول او وژل دوام لري. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان دا اقدامات د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کوي.
راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدوڅخه د کلونو په تېرېدو، د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو ته د درناوي په اړه د طالبانو د لومړنیو ادعاو برعکس جبر او د بشري حقونو سرغړونې لا زیاتې شوي دي.
د نجونو تعلیم
ریچارډ بینېټ په دې راپور کې ادعا کړې، چې د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیواو پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو اراده نه لري.
ریچارد بنیټ دا راپور په داسې حال کې ترتیب کړی چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچارد بنیټ په سفر باندې بندیز لګولی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال د اګست ۲۰ (زمري ۳۰) په یوه مرکه کې د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز علت د ښاغلي بنیټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغ بللی وو.
ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.
خو ریچارد بنیټ ویلي چې له طالبانو سره په تعامل کې "شفاف" و او د "وظیفوي د مسئولیت په توګه یې" په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.
هغه ویلي دي سره له دې چې طالبانو پرې د کار په برخه کې محدودیت لګولی دی، خو دې به په افغانستان کې دننه او د باندې له افغانانو سره کار روان ساتي.
ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړی راپور ورکوونکی په توګه وګمارل شوی دی. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ولایتونو څخه هم لیدنه کړې ده.
ریچارد بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپورونو د برابرولو ترڅنګ د بشري حقونو د شورا د نورو کارپوهانو سره یوځای ځینې راپورونه او اعلامیې هم ترتیب کړي او د افغانانو د وضعیت په اړه یې مسائیلو ته ځای ورکړی دی.