امیري: پر ښځو او نجونو د طالبانو د امربالمعروف قانون د منفي اغیزو په اړه د ریچارد بنیټ راتلونکی راپور مهم دی

میرمن امیري ویلي نړیواله ټولنه باید ریچارد بنیټته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې او د ټولو هغو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې له مخې لا زیات مسوولیت منلوته ژمن پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غړو له خوا په اجماع سره د ځانګړي استازي ریچارد بنیټ د ماموریت د دوام د پریکړې هرکلی کړی او افغانستان کې پر خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو باندې د امربالمعروف قانون د پلي کیدو د منفي اغیزو په اړه د ښاغلي بنیټ راتلونکی راپور یې خورا مهم بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو د اکتوبر په نهمه (تلې ۱۸) په اجماع سره د رایو د ورکولو پرته افغانستان لپاره د ریچارد بنیټ ماموریت د یو بل کال لپاره وغځوه. ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د جمعې د ورځې ناوخته د اکتوبر ۱۱(تلې۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون نافذیدو ته په اشارې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډې ته به ددغې شورا د ځانګړي استازي ریچارد بنیټ راتلوونکی راپور ډیر زیات مهم وي.

میرمن امیري لیکلي: "د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډې ته به د هغه [ریچارد بینټ] راپور په اصلاح "اخلاقي قانون" د ویجاړونکو اغیزو د جزئیاتو په تړاو یو قدم اوسي چې دا قانون د افغان میرمنو او نجونو خپلواکي له منځه وړي او هغه کوچنې فضا چې هغوی یې د خپلو حقونو د مبارزې په برخه کې ورڅخه کار اخلي هم له منځه یوسي".

رینا امیري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښاغلي بنیټ څخه د ملاتړ په برخه کې ژمن پاتې شي. همداشان میرمن امیري د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او نورو زیانمنونکو ټولنود غړو د حقونو څخه د دفاع له امله د ښاغلي بنیټ څخه مننه کړې ده.

میرمن امیري ویلي: " نړیواله ټولنه باید ځانګړي استازي [ریچارد بنیټ] ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې او د ټولو هغو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې له مخې لا زیات مسوولیت منلوته ژمن پاتې شي".

میرمن امیري ویلي چې دا یو لازمي ستراتیژیک معیار دی او د باثباته، د اقتصادي پلوه ګټوراو خوندي افغانستان لپاره یو کلیدي حیثیت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ریچارد بنیټ ماموریت د یو بل کال لپاره په داسې حال کې غځولی چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د هغه په سفر باندې بندیز لګولی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست ۲۰ (زمري ۳۰) د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز د لګولو علت د ښاغلي بنیټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغ بللي وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

په عین وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان په یو راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) یې خپور کړی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په بریکړه لیک باندې ددې له امله نیوکه کړې چې ددغه سازمان د وینا له مخې د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقوتو د سرغړونو په برخه کې د عدالت د پلي کولو په برخه کې فرصت له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم د بشري حقونو د شورا له خوا د ریچارد بنیټ د ماموریت د غځیدلو پریکړې ستاینه کړې ده، خو ویلي دي چې دا شورا افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې او ارزونې لپاره د حساب ورکولو د یو خپلواک میکانیزم په رامنځ ته کیدو کې پاتې راغلې ده.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان د څانګې مشرې سمریتي سنګ ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه اقدام د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د فعالانو پر فعالیتونو هم اغیز ولري.

میرمن سنګ ویلي: "په دې پریکړه لیک کې کمبود [حساب ورکونې خپلواک میکانیزم رامنځ ته کول] همدارنګه زړور فعالان په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مدافعین، خبریالان او نور هغه کسان چې د خپل ځان د خوندیتوب د سترخطر په منلو سره د ځپوونکي وضعیت په شتون کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي. ددې کمبود [حساب ورکونې خپلواک میکانیزم رامنځ ته کول] سره سره د افغانستان په اړه په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا په اساسي توګه د حساب ورکوونې یو شمیر وړاندیزونو یادونې ته ځای ورکړل شوی دی".

میرمن سنګ ویلي چې دا ډیره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو د تیرو او اوسنیو سرغړونو په اړه د حساب ورکولو یو نړیوال خپلواک میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره هرڅومره ژر چې فرصت ترلاسه کړي اقدام وکړي.