د طالبانو لخوا د سپین بولدک دروازې نیول؛ د کابل او اسلام اباد تقابل

صالح: د پاکستان هوايي ځواک د طالبانو په ملاتړ افغانستان کې فعالیت پیل کړی.

د افغان ولسمشر لوړی مرستیال وايي چې د پاکستان هوايي ځواکونو، افغان وسله وال پوځ ته له طالبانو نه د سپین بولدک دروازې د بیرته نیولو په اړه خبرداری ورکړی خو پاکستان یاده موضوع رد کړې ده.

امرالله صالح تېره شپه په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې د پاکستان هوايي ځواک د طالبانو په ملاتړ افغانستان کې فعالیت پیل کړی.

هغه ویلي :"ایا د دې لپاره چې ثابته شي چې دغه جنګ نه د طالب له خوا بلکې د طالب په واسطه ترسره کیږي کوم بل ثبوت ته اړتیا لرئ؟ د افغانستان ساتلو ته سره یو ځای شئ. یو ځای به شو، ډاډه اوسئ چې ملتونه هر کله ګټوونکي وي."

وړمه ورځ وسله والو طالبانو د سپین بولدک دروازه چې د کندهار او د کرښې هغه خوا د بلوچستان ایالت تر منځ ده ونیوله. دغه دروازه اوس مهال د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

که څه هم صالح ویلي چې د پاکستان دغه خبرداری د دغه هېواد هوايي ځواک له خوا "رسما" ورکړل شوی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امرالله صالح دغه ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي "لکه څرنګه چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، د پاکستان هوايي ځواک هیڅ کله افغان ځواکونو ته داسې څرګندونې نه دي کړي. ورته خبرې د افغانستان سولې په اړه د پاکستان هڅې پڅوي."

اعلامیه زیاتوي چې په وروستیو ورځو کې هغه لسګونه افغان سرتیري چې د ډیورنډ کرښې هغه خوا تښتېدلي وو دوی ژغورلي او "په درناوي" یې بیرته خپل هېواد ته لېږدولي دي.

صالح د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغې خبرپاڼې ته هم غبرګون ښودلی دی.

هغه ویلي چې له شلو ډېر کلونه وشول چې پاکستان خپلې خاورې کې د طالبانو شتون نه مني.

امرالله صالح زیاته کړې چې اوس مهال افغانان او بهرنیان د پاکستان ورته خبرو سره بلد شوي او ټول پوهیږي چې "د نه منلو بیانیه ورکول" هغه یو پاراګراف دی چې مخکې له مخکې لیکل شوی دی.

له بلې خوا افغان ځواکونو ویلي چې افغان ځواکونو په سپین بولدک کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي چې اوس مهال د دواړو خواو تر منځ نښته روانه ده.