په نوي ډهلي کې د هوا ککړتیا په وجه ښوونځي وتړل شول

د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې د هوا د سختې ککړتیا له کبله چارواکي اړ شول چې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړي.

په نوي ډهلي کې چارواکو ښوونځیو ته امر کړی چې د راتلونکې سه شنبې پورې د ښوونځیو دروازې تړلې وساتي. دوی د ښوونځیو ماشومانو ته د هوا د ککړتیا ضد ماسکونو په ویشلو پیل کړی او په داسې حال کې چې پدغه ٢٠ میلیوني ښار کې د هوا ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې د عامه روغتیا بېړنۍ حالت یې هم اعلان کړی.

نوې ډهلي د نړۍ د خورا گڼ میشته ښارونو څخه دی چې د روانې اونۍ د پیل راهیسې په زهرجن خړ دود کې ډوب شوی دی. پدې ښار کې د جنورۍ د میاشتې راهیسې د هوا د کفیت د خرابوالی لوړې کچې ته رسیدلی دی.

د هند د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي یو کارپوه پلاوي د هوا د ککړتیا په وجه د روغتیایي اندیښنو د رامنځ ته کیدو خبرتیا ورکړې ده او ویلي یې دي چې "د ماشومانو، زړو خلکو ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي." دوی له خلکو غوښتي چې له کور بهر تمرینونو ډډه وکړي.

مقاماتو اعلان کړی دی چې د ښوونځیو پنځه میلیونو ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته به د هوا د ککړتیا ضد ماسکونه وویشل شي. د ډهلي وزیر اعلی ارویند کجریوال د هوا د ککړتیا پړه د گاونډیو ایالتونو پر کروندگرو واچوله چې د کر لپاره د خپلو ځمکو د تیارولو په خاطر د محصولاتو بوټو ته اور اچوي.

روغتیایي کارپوهانو د جمعې په ورځ د هوا د زهرجن دود کچه ١٩ ځلې د هغو روغتیایي حدودو لوړه وه چې نړیوال روغتیایي سازمان ټاکلې ده.

پداسې حال کې چې زیاته پاملرنه د ډهلي ښار د هوا ککړتیا ته اوښتې، کارپوانو د هند په شمال کې څو نور ښارونه هم په گوته کړي چې د هوا د سختې ککړتیا سره مخامخ دي. د ملگرو ملتونو په وینا د نړۍ د ١٥ گڼ میشته ښارونو له جملې څخه ١۴ یې په هند کې دي.