د نجونو د زده کړو د حق څخه د ملاتړ لپاره د 'افغان نجونو غږ' کمپاین پیل شو

افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په تیرو دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د افغان نجونو پر زده کړو د زر ورځو بندیز پوره کیدو سره هممهاله د بریتانیا د پخواني صدراعظم ګولډن براون په مشرۍ 'زده کړې نشی ځنډیدلی' د بنسټ په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره کمپاینونه پیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې زده کړې نشي ځنډیدلی (Education Cannot Wait) ترنامه لاندې د زده کړو څخه د ملاتړ نړیوال صندوق په نړۍ کې په اضطراري او د اوږدو بحرانونو پرمهال د کډوالو، داخلي بې ځایه شویو او د بحرانونو څخه د نورو اغیزمن شویو نجونو او هلکانو له زده کړو ملاتړ کوي.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ ( جوزا ۲۴) یې خپره کړې ویلي چې د جون ۱۲ مه د بشري حقونو، د ماشومانو او د نجونو د حقونو لپاره یو خواشینوونکي پړاو دی او په افغانستان کې له هغې ورځې چې نجونې له ښوونځیو منع شوي ۱۰۰۰ ورځې اوس تیرې شوي دي.

په دې کمپاین کې الهام بخښوونکي هنري اثار، شعر، کاریکاتور او د یو شمیر نړیوالو هنرمندانو نور اثار د افغان نجونو د زده کړو له حق څخه د سرغړونو په اړه د یو شمیر افغان نجونو قوي او ټکان ورکوونکو نقل قولونه چې هیله لري بیا به یې حق خوندي شي شامل دي.

په دې کمپاین کې لیکوالان، د ښځو او نجونو د حقونو مدافعان، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکي په ګډون یو شمیر نړیوال مشران او د زده کړو وتلي ملاتړي برخه لري.

په نړیواله کچه د زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د "زده کړې نشي ځنډیدلی" د بنسټ (ECW) رئیس ګوردن براون ویلي چې نړۍ باید د افغان نجونو د زده کړو څخه د ملاتړ لپاره متحده شي.

ګوردن براون ویلي: "د باکیفیته زده کړو د حاصلولو د حق څخه انکار یو کرغیړن عمل او د ملګروملتونو د ماشومانو د اساسي حقونوڅخه د سرغړونو د کنوانسیون څخه سرغړونه ده. د افغان نجونو د غږ د نړیوال کمپاین په ترڅ کې خلک هرچیرته د بشري حقونو او د جنسیت د عدالت د ملاتړ لپاره دریدلی شي او د جرات، هیلې او انعطاف په اړه کیسې شریکولی شي".

ددغه بنسټ اجرائیوي رئیسې یاسمین شریف ویلي چې د یوې نړیوالې ټولنې په توګه مونږ باید د نړیوالو هڅو له لارې ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې هره ځوانه نجلې د زده کړو لپاره له خپل حق کار واخلي خپلې هڅې احیا کړو.

میرمن شریف ویلي: "د جنسیت پر بنسټ تبعیض د منلو نه دی او یوازې به جنګ ځپلي افغانستان او ددغه هیواد د اوږدې مودې راهیسې کړیدلو افغانانو ته زیان ورسوي. د زده کړو لپاره د نجونو حق یو اساسي حق دی چې په نړیوالو قوانینو کې یې یادونه شوې ده. د افغانستان خلکو لپاره – سړو- ښځو، نجونو او هلکانو – د ځوانو نجونو زده کړې د افغانستان د بیا رغونې او د زده کړو حاصلولو د نړیوال حق څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د نجونو زده کړې خورا زیاتې مهمې دي".

ددغه بنسټ نړیوالې قهرمانې سیمه فاروفي ویلي چې په افغانستان کې نجونې قوي او مقاومت کوونکې دي او دې ته چمتو نه دي چې د خپلو هیلو او خوبونو د پوره کیدو څخه لاس واخلي.

میرمن فاروقي ویلي چې د زرو ورځو لپاره له زده کړو د افغان نجونو محرومیدل د هغوی په حق کې لوی ظلم دی او د هغوی عزم پر وړاندې د ستونزو د راولاړولو پرځای باید ورته فرصتونو چتو شي.

میرمن فاروقي ویلي: "هره ورځ چې تیریږي، نجونې ناڅرګندې راتلوونکې ته په کتنې ودونو ته اړ ایستل کیږي. دا بهیر باید چې ودرول شي. نړۍ باید چې د افغان نجونو غږ واوري چې یوازې یو څه غواړي: خپل ترټولو اساسي حق د زده کړو حق. زده کړو ته په لاس رسي سره نجونې کولای شي د هیواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي او زمونږ ټولنو کې مثبت بدلون راولي".

د ملګرو ملتونو د یونسکو د ادارې د یو راپور له مخې تر ۸۰ فیصدو پورې نجونې او ځوانې ښځې چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو د عمر سره برابر دي له ښوونځیو څخه بهر پاتې دي او نږدې ۳۰ فیصده نجونو هیڅکله په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کړو فرصت نه دی موندلی.

زده کړې نشي ځنډیدلی په نامه دغه بنسټ ویلي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۸ کلنو ترمنځ په افغانستان کې په ښوونیزو مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر لس برابره زیات شوی وو. په ۲۰۰۱ کال کې د یو میلیون څخه په ۲۰۱۸ کې لس میلیونو زده کوونکو ته یې شمیر لوړ شوی وو او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د لومړنۍ دورې په ښوونځیو کې د نجونو شمیر څلور میلیونو ته رسیدلی وو، خو د طالبانو له خوا په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې د څو لسیزو پرمختګ له منځه وړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۳(جوزا ۲۴) ویلي چې په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خواشینوونکي اعلان څخه زر ورځې تیرې شوې او په دغه موده کې په ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو لپاره درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شوي دي.

د یونیسف اجرائیوي رئیسې کاترین روسیل په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ماشوماشونو په ځانګړي ډول نجونو د زده کړو حق باید چې د سیاسي پریکړو یرغمل نشي. د هغوی ژوند، راتلوونکې، هیلې او خوبونه ځوړند او د ځند سره مخ دي".

د 'زده کړې نشي ځنډیدلی' د بنسټ سربیره د روداري او مصور بنسټونو هم د نجونو پرمخ د بندو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو او د افغان نجونو د زده کړو څخه د ملاتړ لپاره د پنجشنبې په ورځ یو انلاین کمپاین کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منخنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري