افغان دولت وایي د امریکا په میلیونونه ډالره پرځای مصرف شوي

افغان امنیتي ځواکونه د ناټو په رونیز پروګرام کې.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امریکا د ځانګړې پلټونکې يا سیګار د هغې ادعا په اړه چې ګوندې د ملي اردو او پولیسو د روزنې په برخه کې د امریکا دفاع وزارت لهخوا لګول شوېو سلګونو میلیونو ډالرو موثره نتیجه نهده ورکړې رد کړه.

د ۴۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه قراردادونه اوس هم دوام لري.

دوی وايي د دغو پروګرامونو له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مهارتونه او وړتیاوې ډېرې لوړې شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د تفتیش ادارې (سیګار) د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې امریکا د دفاع وزارت د نیمګړي پلان او کمزورې څارنې او ارزونې له امله د افغانستان په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د روزنې هڅو او پروګرامونو پرمختګونه او مؤثرې پایلې نامعلومې دي.

سیګار وایي، له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې دفاع وزارت د قراردادیانو سره د یو میلیارد او ۶۲۰ میلیونه ډالرو څلور قراردادونه کړي چې د افغانستان د ملي اردو او کورنیو چارو وزارتونو سرتېرو او پولیسو ته روزنه ورکړي. راپور کې ویل شوي د ۴۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه قراردادونه اوس هم دوام لري چې په روانه نومبر میاشت کې به ختم شي.

او د افغانستان دفاع وزارت نن د سیګار موندنې ردې کړې او وايي د امریکا دفاع وزارت له ‎خوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنیز او د مشوره ورکوونې پروګرامونه ډېر ګټور تمام شوي دي.