د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د بنیت راپور؛ جنسیتي تبعیض دې د بشریت ضد جنایت وپېژندل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د نړۍ د هېوادونو د هغې غوښتنې حمایت وکړ، چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو په وړاندې «جنسیتي اپارتاید» دې د بشریت ضد جنایت وپېژندل شي.

بنیت د پجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب نهمه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په ۲۰ مخونو کې خپل راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د ښځو په اړه د طالبانو سخته تګلاره باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تعقیب کړل شي.

هغه وویل چې طالبانو خپل د «ښځو ځپونکی» چلند نور هم شدید کړی او د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي.

نوموړي په مشخص ډول ویلي دي چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له تصویب کېدو وروسته په افغانستان کې محدودیتونو «بنسټیزه بڼه» خپله کړې ده.

په راپور کې ویل شوي دي چې افغانستان دا مهال «د جنسیت په اساس د تبعیض، ظلم او استثمار یو مرکز» دی، چې د بشريت ضد جرم ګڼل کېږي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول، دوی په افغانستان کې له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زده کړو او همدغه راز د ښځو په کار، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او دا ډول نورو مشارکتونو باندې بندیزونه او محدودیتونه لګولي.

د نړیوالو له سختو انتقادونو سره سره، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ښځو ته یې د شرعیت او افغان فرهنګ په اساس حقوق ورکړي او دا یې د افغانستان داخلي مسئله یاده کړې ده. د بنیت په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي، سره له دې چې طالبان وايي د «بښنې» فرمان یې ورکړی، خو د مخکني حکومت پوځي او ملکي کارکوونکي د طالبانو له غچ سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو راپورونه خپاره کړي وو، چې طالبان د مخکني حکومت کارکوونکي نیسي، بندي کوي، شکنجه کوي، ژوبل کوي او ان وژني.

د بنیت په راپور کې په شیعه افغانانو باندې د داعش-خراسان ډلې بریدونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې طالبانو د نوروز،‌ محرم او عاشورا په نمانځلو باندې بندیزونه لګولي او دا کار یې د طالبانو فرهنګي محدودیت یاد کړی دی.

په راپور کې په عام محضر کې د طالبانو له لوري تورنو کسانو ته د سزا ورکولو په اړه ویل شوي دي: «په عام محضر کې اعدامونه، د بدن د غړو پرې کول او درې وهل عام دي او قومي او مذهبي اقلیتونه او په خاص ډول هزاره اقلیت له تبعیض او ځپنې سره مخامخ دي.»

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې سلګونو تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې او یو شمېر یې اعدام کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په عام محضر کې د دا ډول مجازاتو د تطبیق ننګه وکړه او هغه یې د اسلامي قوانینو سره برابر وبلل.

د طالبانو له لوري په رسنیو محدودیت بله هغه موضوع ده، چې د بنیت په راپور کې یاده شوې ده او ویل شوي‌ دي چې «هنرمندان او خبریالان ځورول کېږي، نیول کېږي او ځينې وخت مجبور کېږي چې له خپل وطن څخه وتښتې».

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په رسنیو باندې کلک بندیزونه لګولي دي او وضعیت بېرته د هغوی د اولې دورې وخت په څېر شوی دی. طالبانو په خپلې لومړۍ دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې د تلویزونونو خپرونې بندې کړې وې.

کله چې طالبان په دویم ځل په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۴۰۰ رسنیو فعالیت کاوه، خو د بې پولې خبریالانو د راپور په اساس، په افغانستان کې د طالبانو په نوې واکمنۍ کې څه باندې ۳۰۰۰ رسنۍ بندې شوې دي.

بنیت په خپل راپور کې دا خبره هم کړې ده، چې په افغانستان کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیزونو د بشري مرستو د رسولو چارې اغیزمنې کړې او ویل شوي دي، چې د بشري حقونو په بندیدو سره په دغه هېواد کې بې وزلي او د ښځو فقر نور هم زیات شوی دی.

طالبانو لا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د هغه دا ډول راپورونه رد کړي‌ وو او هغه یې افغانستان ته ممنع الدخول اعلان کړی و.

په همدې حال کې د دغه سازمان کارپوهانو د ریچارد بنیت د کار د مودې د غځولو غوښتنه وکړه او د هغه کار یې مهم وباله.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان د بشري حقونو د ارزولو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي د ټاکلو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.