د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو میندو کې یې ۶۰۰ مري


ملګري ملتونه اټکل کوي چې په هرو ۱۰۰ زرو د زیږون پر مهال له ۶۰۰ څخه زیاتې میندې ، چې نږدې درې ځلې د نړیوالې کچې د اوسط کچې څخه شمیر زیات دی خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په هرو ۱۰۰ زرو د زیږون پر مهال له ۶۰۰ څخه زیاتې میندې ، چې نږدې درې ځلې د نړیوالې کچې د اوسط کچې څخه شمیر زیات دی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) د طالبانو د حکومت له لوري په طبي څانګو کې د افغان نجونو په زده کړو باندې د بندیزونو اغیزو ته په کتو ویلي چې په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو میندو کې یې ۶۰۰ مري.

ملګري ملتونه وايي چې دا شمېره په نړۍ کې د زېږون په مهال د مړه کېدونکو ميندو د شمېر تر اوسط درې برابره زیاته ده. دغې ادارې ویلي چې د نجونو او ښځو په طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز د افغانستان د روغتیا په سکتور باندې اوږد مهال منفي تاثیر لري.

اوچا په دې راپور کې ویلي چې افغانستان له وړاندې په نړۍ کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لرونکو هیوادونو کې شامل دی.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې ویلي دي چې ملګري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې "د زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو کې له ۶۰۰ څخه زیاتې میندې، چې د نړیوالې کچې د اوسط تر کچې تقریبآ درې ځلې زیاتې" دي مري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په دې راپور کې د نیلوفر په نوم د یوې ځوانې ښځې یادونه کړې چې د طالبانو د مشر د وروستي فرمان له امله د محرم د نه شتون سره مخ ده او د کار ځای ته تګ راتګ یې د ستونزو سره مخ شوی دی.

اوچا ویلي چې نیلوفر لا واده نه دی کړی چې له امله یې هغه اکثره د کور څخه د وتلو پرمهال نارینه محرم نه لري. که څه هم هغې ته د موسسې له خوا ښځو او سړو ته ګډ ترانسپورټي خدمتونه برابر شوي، خو طالبان ورڅخه په پرله پسې ډول د امنیتي پوستو څخه د تیریدولو پرمهال پوښتنې کوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "یوازې لوژیستیکي ګواښونه نه دي. ښځینه روغتیايي کارکوونکي په پرله پسې ډول د پلټنې لاندې دي. دمخه ښځینه کارکوونکو چې غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو لپاره یې کار کاوه له بندیزونو څخه مستثنی شوې وې، اوس مهال د هغوی ونډه لا د محدودیتونو سره مخ شوې ده".

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د زده کړو او کار په ګډون پرښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د لومړۍ دورې پورته دورو کې نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته په پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو بر زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې د روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیزونه لګولي او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې د ۲۴ وروسته یې ښځې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د کار څخه هم منع کړي دي.

د طالبانو مشر د تیر ۲۰۲۴ کال په وروستۍ میاشت کې په طبي انسیتوتونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه. د طالبانو د حکومت دا بندیزونه په ځانګړي ډول وروستی بندیز په پراخه کچه غندل شوی دی.

تیره اونۍ د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو په دوام انتقاد کړی او ددغې ډلې تر واک لاندې دا هیواد يې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه کې یو ترټولو "ځپوونکو" هیوادونو په ډله کې شمیرلی دی.

په دغه ګډه اعلامیه کې چې د فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۷) د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په انټرنیټي پاڼه کې خپره شوې دغو وزیرانو ویلي چې هغوی دغه "تیاره واقعیت" له پامه نشي غورځولی

د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په دغه اعلامیه کې د طالبانو له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه هم غندلې او ددغې پریکړې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې دغو وزیرانو ویلي چې که چیرې طالبان سمدستي دا پریکړه لغوه نکړي افغانستان به د روغتیا په سکټور کې روزل شوی نسل له لاسه ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په زیاته کچه له منځه وړي دي. د طالبانو د هر فرمان سره د عمومي ژوند په اساسي برخو لکه زده کړې، روغتیايي پاملرنې، شغل او ګډون ته د ښځو لاس رسی محدود کړی دی. افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپوونکی هیواد دی، یو تیاره واقعیت چې مونږ یې له پامه نشو غورځولی".

طالبانو لا د نړیوالې ټولنې دغه خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG