امریکا د حوثي یاغیانو په ۷ مشرانو بندیزونه ولګول

حوثي یاغیان

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) د یمن د انصارالله ملېشو پر اوو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه ولګول چې د "حوثیانو" په نامه هم یادېږي او د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تامي بروس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه اقدام په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د وسلو په قاچاق او د وسلو د پېرلو لپاره د خبرو اترو په ترسره کولو کې د دغو کسانو د رول لرلو په وجه شوی دی.

په بیان کې ویل شوي چې متحده ایالاتو د حوثي یاغیانو پر یو عامل او د هغه پر شرکت بندیزونه لګولي، چې په اوکراین کې یې د روسیې د جګړې لپاره یمني ملکي وګړي استخدامول او د حوثي ملیشو د عملیاتو د ملاتړ لپاره یې عواید ترلاسه کول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې ویلي: "د حوثي یاغیانو له تاوتریخوالي سره د مقابلې لپاره به له ټولو شته وسایلو کار واخلو او د یمن د په رسمیت پیژندل شوي حکومت سره به د حوثیانو د وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړو."

بروس وویل، د امریکا حکومت ژمن دی چې حوثي یاغیان چې له ایران، روسیې او چین څخه د وسلو او وسلو د پرزو د ترلاسه کولو په خاطر حساب ورکړي چې د سره سمندرګي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د سه شنبې په ورځ، د مارچ په ۴ (کب ۱۴) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یمن د انصارالله وسله واله ډله د "بهرني ترهګر سازمان" په توګه اعلان کړه.

مارکو روبیو د یوې بیان په خپرولو سره ویلي، چې په دې اقدام سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه لومړنۍ ژمنه عملي شوه.

روبیو په دې بیان کې د ټرمپ د ۱۴۱۷۵شمیرې اجرائیوي فرمان ته په اشارې سره ویلي: "د حوثي یاغیانو فعالیتونه په منځني ختیځ کې د امریکايي ملکي وګړو او پوځي پرسونل امنیت، زموږ د نږدې سیمه ییزو ملګرو امنیت او د نړیوالې سمندري سوداګرۍ ثبات له ګواښ سره مخ کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د ترهګرو سازمانونو په توګه د دغو ډلو معرفي کول د ترهګرۍ ضد جګړه کې مهم رول لري او دغه پرېکړه یې د ترهګرو ډلو د ملاتړ د محدودولو لپاره یوه اغېزمنه لار وګڼله.

د یمن حوثي یاغیانو، په غزه باندې د اسرائیل له بریدونو وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نیټه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، په سور سمندر کې د کارګو او سوداګریزو کښتیو په نښه کول د هغه څه لپاره چې دوی یې "له فلسطینیانو ملاتړ او پیوستون" بولي پیل کړل.

په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو بریدونو د نړۍ سوداګري سخته اغېزمنه کړه او د بېړیو یو شمېر شرکتونو د سره سمندرګي له لارې خپل تګ بند کړ او پر ځای یې اوږدې او ګرانې لارې غوره کړې.

په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو د بریدونو په ځواب کې امریکا او برتانیې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو زیات بریدونه کړي دي.