د سولې خبرو د پیل لپاره پر مخکني شرط د افغان حکومت ټينګار

د طالبانو د استازو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د بحثونو تر پیل وروسته افغان حکومت یو ځل بیا د سولې د خبرو لپاره د اوربند پر شرط ټینګار کړی دی.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ د «مرغومې پر ۲۷مه» پر خپل ټویټر لیکلي، چې باعزته سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د اوربند ټنګېدل دي.

هغه یلي:"سوله د افغان دولت، د خلکو او نړیوالو شریکانو له لومړیتوبنو څخه ده، باعزته او تلپاتې سولې ته رسېدل چې د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي غوښتنه ده یوازینۍ لار یې د اوربند ټینګېدل دي، هره طرحه چې په هغه کې اوربند د یو اساسي ګام په توګه مطرح شي دا د افغانستان د دولت او خلکو لپاره د منلو ده."

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې، د تېرې چهار او پنجشنبې په ورځو د دواړو لورو د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه ګټورې خبرې شوي دي.

سهیل شاهین د «جنورۍ پر ۱۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دواړو لورو د سولې د هوکړه لیک د مراسمو ترڅنګ اړوند نورو مسائلو باندې خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خبرو یاد بهیر به څو ورځې دوام لري.

هغه ویلي:"د ملا برادر آخند تر مشرۍلاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې د مذاکراتي ټيم سره غونډه کړې، د توافقنامې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي."

که څه هم تر دا مهاله په قطر کې د روانو یادو خبرو جزئیات رسنیز شوي نه دي، خو مخکې له دغو خبرو څخه باخبره سرچینو ویلي و، چې امریکايي او طالب استازي په افغانستان کې د تاتریخوالي پر کمولو، اوربند او بین الافغاني خبرو ته د زمینې برابرولو په اړه خبرې کوي.

د طالبانو ویاند پر داسې مهال د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو د پیل خبر ورکوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې طالبانو د امریکا له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو د وړاندیز منلو ته چمتوالی ښودلی دی.

بلخوا اسوشېټیډ خبري اژانس د طالب سرچینو په حواله ویلي، چې طالبانو د لنډ مهاله اوربند طرحه زلمي خلیلزاد ته سفارلې ده.

طالب سرچینو دغه اژانس ته ویلي، له اوو څخه تر لسو ورځو د لنډ مهال اوربند طرحه د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالب مشرانو لخوا په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سفارل شوې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم ویلي، چې د اوربند په اړه کوم تصمیم نه لري، خو زیاته کړې وه، چې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپلو کې سلا مشورې کوي.