'د کندهار دوو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي'

عکس (ارشیف)

د کندهار امنیتي مقامات وايي، پر ښورابک او تخته ولسوالیو یې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.

چارواکي وايي چې په دواړو پېښو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي نن یکشنبه اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې ډیورنډ کرښې ته نژدې وسله والو د ښورابک ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه وکړل چې په وینا یې د افغان قواو لخوا پر شا تمبول شوي او ۱۲ وسله وال طالبان پکښې ووژل شول.

ده وويل:"د ښورابک ولسوالۍ په مرکز کې د ملي پولیسو پر قرار ګاه تيره شپه وسله والو طالبانو ډلېزه حمله کړې چي زموږ د پولیسو لخوا ورته غاښ ماتونکی جواب ورکول شوی ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي."

دغه راز د ډيورنډ کرښي ته نژدې د تخته پل په ولسوالۍ مليد سيمه کې هم د پولیسو پر مرکز برید کې چارواکي د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

ښاغلي بارکزي پدې باب امریکا غږ ته وویل: "تېره شپه د کندهار تخته پل ولسوالۍ د ملید پر پوسته وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله کې ده چې، زموږ زړه ورو سرتیرو په لوړ مرال حمله پر شا تمبولې چې ۱۶ طالب برید کوونکي پکښي وژل شوي دي او ۹ نور ټپیان شوي دي."

د تخته پل ولسوالۍ د مليد پوسته تر دې مخکې تيره يوه مياشت کې ۲ ځله سقوط شوې هم وه.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.